د کندهار يو شمېر ښارګوټو لپاره پلانونه تصويبيږي

د کندهار يو شمېر ښارګوټو لپاره پلانونه تصويبيږي

د یکشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات د ښار جوړولو او ځمکو له سرپرست وزیر احمد جواد پیکار سره په یاد وزارت کي وکتل، چي پر مهال یې د ښار جوړوني او ځمکو او پوهني رئیسانو هم ګډون کړي وو.

د لیدنه کي لومړي کندهار والي حیات الله حیات وویل، په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو کي اړمنو خلکو لپاره د پنجوايي، میوند، دامان او تخته پل ښارګوټیو تفصیلي پلانونه منظور سوي وو، خو ځمکي یې تر اوسه نه دي انتقال سوي.

نوموړي همدا راز یادونه وکړه چي سېلاب ځپلو لپاره د غازي امان الله خان، حمیدي مېني، ژېړۍ ولسوالۍ کي د شهیدانو کورنیو لپاره د ښارګوټي، په پنجوايي کې د معلولینو ښارګوټي او صنعت کارانو لپاره د دامان ښارګوټي د سږني کال په پلان کې شامل دي او د هغو د تفصیلي پلانونو او د ځمکو د انتقال وروستي کېدو غوښتنه یې وکړه.

وروسته د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کندهار ښار جوړولو او ځمکو ریاست ته دنده وسپارله چې د لومړیو څلورو ښارګوټیو ځمکي دی ښاروالي ته انتقال او د هغو د استفادې لړۍ پیل کړي.

نوموړي همدا راز د ځمکو انتقال ریاست ته دنده ورکړه چې د پنځو نورو ښارګوټو د انتقال وړاندیزونه دي هم کابینې ته د تصویب لپاره چمتو کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدارنګه د ښاري پروګرام جوړوني عمومي ریاست ته دنده ورکړه چې ژر تر ژره دي د غازي امان الله خان، حمیدي مېني، د شهیدانو کورنیو، پنجوايي کي د معلولینو او دامان ولسوالۍ کی د صنعت کارانو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه دی د منظوري لپاره چمتو کړي.

محترم محمد جواد پیکار همدا راز د کندهار والي د غوښتنې په ځواب کې د دغه ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست دنده وسپارله چي د کورنیو بې ځایه سویو بیا ستنېدو لپاره د هغو منظم نوملړ چمتو کړي او هغو ته د ښارګوټو جوړولو په موخه مناسبي ځمکی تشخیص کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدارنګه په ارغنداب او دامان ولسوالیو کې د ښوونکیو لپاره د مشخصو شویو ښارګوټو په تړاو اړوندو برخو ته سپارښتنه وکړه چې د یوه عادلانه میکانیزم له لارې ښوونکیو ته د استوګنیزو نومرو وېش پیل کړي او د هغو عواید دي په زیربنايي خدماتو ولګوي.

نوموړي همدا راز وویل، که څه هم دامان کی د ښوونکیو ښارګوټي ځمکه تر منازعې لاندي ده، خو که چیري محکمې د شخص په ګټه فیصله وکړه، د ځمکوالۍ چارو تنظیم قانون د احکامو په رڼا کي دي هغه ته د خسارې جبران ورکړل سي.

محترم محمد جواد پیکار په ورته وخت کې د کندهار د ښوونکو د غوښتني په ځواب کي د دغه ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست ته دنده وسپارله چي په بولدک، پنجوايي او تخته پل کي د نویو ښارګوټو جوړولو لپاره دی د سروې چاري پیل کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په پای کې څرګنده کړه چي د دولتي ځمکو بانک پروګرام په کندهار کې په ښه توګه پر مخ ځي او اړوندو برخو ته یې لارښوونه وکړه چي د څړځایونو د ثبت پروګرام بریالي تطبیق ته دي هم ورته پاملرنه وکړي.




t