د ۱۳۹۸ کال ولسمشريزي ټاکني څنګه ارزوی؟

د ۱۳۹۸ کال ولسمشريزي ټاکني څنګه ارزوی؟

وحیدالله بریال د کندهار پوهنتون استاد

څو میاشتي مخکي او هغه وخت چي د سولي خبرو زور واخیست، ما فکر کاوه، چي ځه ښه سو، هم به سولي ته لاره هواره سي او هم به ټاکني او موږ افغانان به د يو داسي حالت څښتنان سو، چي امن به هم وي، د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره به مو ولسمشر هم ټاکلی وي، ولي دا ټولي هیلي مي تر ټاکنو څو ورځي مخکي په اوبو لاهو سوې او تر هغه وروسته مو سل په سلو کي ټاکني نه کېدونکي وګڼلې او فکر مو کاوه، که ټاکني ترسره کېږي هم، نو به د ډېرو سرونو په قیمت وي. پایله دا سوه، چي ټاکني راغلې، تېري سوې. تر مخکنیو ټاکنو ښې، شفافي او د امن په فضاء کي ترسره سوې. زما لپاره سږنۍ ټاکني چي تر پخوا ښې وې، د یوې ښې راتلونکي زېری دی. څو دلیله دي، چي زه خپلي راتلونکي ته خوشبین یم: زموږ ټولنه فکر کوم، هغه نه ده، څنګه چي څو کاله پخوا وه، اوس ټولنه تر ډېره ځايه له قبیلویت څخه ورو ورو د وتلو په حال کي ده او د ولسمشر په انتخاب کي هڅه کوي، تر څو غوره ټاکنه وکړي. د راتلونکو ټاکنو شفافیت به اوسنیو ته په کتو لا هم ښه وي.

مصطفی سمون لیکوال او شاعر

ټاکني د یو ملت د هویت نښه ده، چي په ټولنه کي له فردي حقه شروع، تر ټولنیزي بسایني پوري ورسره مله وي. ټاکني ځکه مهمي دي، چي ملي پروسه ده او د هر افغان رایه د هغه د پنځه کلن بهیر لپاره په ذهني او فزیکي خوځېدا کي د تحول لوری ټاکي. دا باید خپل مسؤلیت وګڼو، چي زموږ رایه زموږ د راتلونکي لپاره د روښنایي زېری دی. سږنۍ ټاکني د کمیت په لحاظ کمزوري وې، مګر د کیفیت له مخي په بې ساري ډول په ځان بسیا وې، چي هر فرد له خپلي رایي په ورکولو کي هيڅ راز د وېري حس نه کاوه، بلکي هر فرد د نظامدارۍ او راتلونکي ذهني تسکین لپاره کوم څه احساسول. همدغه تګلاره د ښه تحول نښه ده، چي انساني هڅي په ملي رنګ سمبالوي. موږ تل د قدرت څښتن سوي یو، خو د نظامندۍ له پیاوړتیا څخه عاجز پاتي سوي یو، نو د یو نظام او متحوله سیستم خاوندان کېدلو لار ټاکني دي، چي په دې سره یو وړ کس ته په رایو ورکولو سره، د ولسواکۍ پر لور قدم اخيستل کېږي.

احمدالله صمیمي د سیاسي علومو محصل

تېري ولسمشریزي ټاکني د وطن، خلکو او دولت دښمنانو ته پر خوله یو سوک و، چي تر ډېره يې د يادو دښمنانو غاښونه ورمات کړل. که څه هم د خلکو ګډون کم رنګه و، خو زه يې ځکه بریالی ارزوم، چي ټولو ته يې د یوه ډاډمن راتلونکي زېری ورکړ. بايد وويل سي، چي په دې ډول ټاکنو سره د دښمنو هيوادونو او ډېرو داخلي کړیو د تبلیغاتو او زهر شیندلو سره مبارزه هم وسوه، پر ټولو امنیتي او نورو ننګونو سربېره خلک بيا هم په مېړانه ودرېدل او د خپل راتلونکي اړوند بې تفاوته پاتي نه سول. بايد ووايم، کومو کسانو چي په ټاکڼو کي يې ګډون هم نه وو کړی، ولي د ګډون کوونکو کسانو د رایو پایلو ته بې صبرانه انتظار کوي، چي وګوري زموږ د هيواد د ودانولو کښتۍ به څوک رهبري کړي. او زه باوري یم، چي خلکو پر ځای او ښه کس ته رایه ورکړې ده. او همدا راز مو امنیتي سرتېرو په پوره زړورتیا او مېړانه د ټاکنو امنیت نیولی و، چي بریالي هم وو. البته پر ځينو شیانو سترګي نه سو پټولای، چي مشکلات هم وه. ځیني کوچنۍ امنیتي پېښي وسوې، تخنیکي مشکلات په ځینو مرکزونو کي وجود درلود او د درغلیو ادعاوي هم کېږي، خو دغه خپرې سوي ویډیوګاني او عکسونه، چي غواړي وښيي د مشخصو کاندیدانو په ګټه رايي پاڼي استعمال سوي دي او د شپې بکسونه ډک سوي دي، جعلي بولم، ځکه چي تقلب کوونکي هیڅکله د ځان خلاف دومره چټي ثبوتونه نه پرېږدي. خو په عمومي توګه، انتخابات د ټولو لپاره د روښانه راتلونکي زېری لري. دا چي په نتایجو کي لاسوهنه کېږي او د خلکو د ارادې خلاف کس په ګټه به څه کېږي یا نه، لا تر اوسه وختي دی او بل دا چي په پټو سترګو قضاوت ښه کار نه وي.

میرویس اتل رسنیز فعال

دا د ولسمشرۍ څلورم ځل ټاکني وې، یعني موږ د څلورم ځل لپاره خپل سیاسي حق ادا کړ، خو دا دولتونه او د هغوی لخوا ټاکنیز کمېسيونونه دي، چي د خلکو د دې حق درناوی کوي او که مو لا ډېر نور ناامیده کوي. خوشبختانه بايد ووايم، چي افغانان ورځ تر بلي په سیاسي لحاظ ویښېږي، خو هیله مندي یې بیا د ځینو ادعاوو او ویډیوګانو په لیدو، چي په ټولنیزو رسنيو کي خپرېږي، کمېږي. خلک هر وخت یوازي دې ته ګوري چي ټولنیز او سیاسي حالت باید ښه والی ومومي او د همدې ښه والي لپاره خطرونه پر ځان مني او خپله رایه کاروي. خلکو ته درغلي په هیڅ توګه د منلو نه ده، خو نړیوالو هم افغانان وستایل چي د خپلي ټولني سیاسي برخلیک ته بې تفاوته نه دي. نړیوال څارونکي وايي، دلته تر پخوا د رايي کاروني کم رنګۍ دوه عمده لاملونه درلودل: یو دا چي پر موجوده واکمنو سیاستوالو خلکو پوره اعتماد نه درلود او دوهم دا چي طالب وسله والو ور ته د سر او مال د زیان اړولو ګواښ کاوه. که څه هم د دوو اړینو پروسو (سولي او ټاکنو) څخه ټاکنو ځان مخکي کړ، خو اوس به ولیدل سي چي نوي سیاسي مشران سولي ته څومره اراده لري؟ او که چېري جنګ ته اراده پخوانۍ او پڅه وي، نو په یوه جنګي ټولنه کي د ولسواکو تجربو یعني ټاکنو او دولتمندیو هره پروسه او بهیر به له جنګه ژور آغېز مني او پایلي به یې نامطلوبه کېږي.

بشیراحمد فیضان لیکوال او خبریال

زه فکر کوم، په افغانستان کي خلک د ډیمکراسۍ او ولسواکۍ سره نوي مخامخ کېږی. که څه هم لا تر اوسه د ځینو سیمو خلک له تمدنه لېري پاته دي، خو بیا هم خلکو په ټاکنو کي خپله اراده تمثیل کړه، چي دا کار باید وستایل سي. که څه هم د خلکو ګډون کم رنګه و. په داسي حال کي چي دا د دې ټولني د هر وګړي حق و، چي په ټاکنو کي یې ګډون کړی وای، خو ملامت یې ځکه نه سو بللای چي هیواد کي مو ناخوالو د پرمختګ مخه نیولې او د هر فرد حقوق یې صلب کړي، آزادي یې ترې اخیستې او بلاخره فرهنګي صدمه یې ورته رسولې. زه ټاکنو ته د یوه عادي وګړي په صفت خوشبینه ځکه وم، چي خپل حق مي د خپلي رایي په توسط ترلاسه کوی، چي همداسي وهم سول. بايد ووايم، چي په ټاکنو کي ستونزي او درغلۍ د نړۍ په پر مختللو هیوادونو کي هم سوي او دا هیڅ شونې نه ده چي د میلیونونو خلکو په منځ کي دي یوه ستونزه نه پېښېږي. په عمومي ډول ويلای سم، چي ولسمشریزي ټاکني نورو ټاکنو ته په نسبي لحاظ ښې وې. زه په شخصي ډول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اوسنۍ رهبري ستایم او دا موږ ته ثابته سول چي په ټولنه کي د ښځو ونډه مهمه ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشري حوا علم نورستانۍ ملت ته وښودل چي دا د ښه مدیریت ظرفت لري او باید نوره هم وستایل سي. په آخر کي په دې هیله یم، چي زموږ په هیواد کي سوله راسي او داسي سوله، چي د دې هیواد ټول خلک په ټاکنو کي ګډون وکړي او دا څه نور پای ومومي، چي پلانکي رایه نه ده استعمال کړې. د یوه آباد او سرلوړي افغانستان په هیله!

بصيرالحق عادل – د پوهنتون استاد

د ۱۳۹۸ هـ ش کال ولسمشريزې ټاکنې، که څه هم تر ډېره ورته اندېښنې او تشويشونه موجود وو، خو بيا هم په ټول هېواد کې په پوره ډاډمنه امنيتي فضا کې ترسره شوې. خو لا هم يوه اندېښنه شته هغه دا چې تر اوسه د ټاکنو پايلې نه دي مالومي خو ولې ځينې مطرح او مخکښ کانديدان لا د خپلې بريا نغارې وهي چې دا به پر ولسوالۍ لوی ګوزار او د خلکو لپاره به نا هيلي وي. که څه هم د ټاکنو د ځنډېډو او ګډوډېدو لپاره په نړيواله کچه هڅې وشوې خو بيا هم افغانانو يوه بله تاريخي ورځ تجربه کړه، يوه بله وياړمنه ورځ يې تر شا پرېښوده او په سختو امنيتي شرايطو کې يې په ټاکنو کې ګډون وکړ. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او د رسنيو د مالوماتو پر اساس دا ځل ټاکنو کې د خلکو ونډه کمرنګه وه او ښځې خو بيخي په نشت حساب وې. که څه هم په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کمرنګي يا ډېروالي لپاره کوم ځانګړی معيار او اصول نشته، خو ممکن د خلکو نه ګډون به د نا هيلۍ له امله وي، ځکه په ۲۰۱۴ ل کې خلکو د ولسمشريزو ټاکنو ناندرۍ او تا ويلې ما ويلې تجربه کړي وي، ممکن دا فکر به ورسره وو چې د دوی پر ټاکنه يا د دوی په رايو به بيا معامله وشي نو حتمي نه ده چې ټاکنو کې برخه واخيستل شي. يو شمېر خلکو بيا ويل چې تر اوسه خلک په دې نه پوهېږي چې ټاکنې څه مانا؟ يا ټاکنې او رايه اچونه څومره ارزښت لري؟ خو زما په اند دا پورته درک او اخيستنه نا سمه ده، اوس زموږ د ټولنې خلک په هر څّه پوه شوي دي، تر ډېره يې ارزښتونه پېژندلي دي، د خپل هېواد او د اوسني نسل او ځوانانو د راتلونکي غم ورسره دی، په ننګرهار کې چې يو سپين ږيری بل چاته ور پشاه کېږي او ځان د رای اچونې تر مرکز رسوي، نو دا دا په ډاګه کوي چې دغه سپين ږيري سره د خپلو کشرانو د راتلونکي غم ورسره دی. خلک پوه دي، ټاکنې او ارزښت يې پېژني خو د خلکو د نه ګډون لامل يا امنيتي اندېښنې او يا هم د ټاکنو د درغليزه کېدو ويره وه.



د خلکو ږغ ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t