نن خوي ته دې چي چا د کيف راوړې خاموش شور دی / بدرۍ

نن خوي ته دې چي چا د کيف راوړې خاموش شور دی / بدرۍ

بدرۍ سکوت دې موسک دی پرې د تتې مستۍ سور دی

نن خوي ته دې چي چا د کيف راوړې خاموش شور دی

پاخه په زمزمو مې کړل سرکښ ياغي راګونه

سوځلی مې غزل کې د هوس په زړه کې زور دی

ای شکر ستا په شان مې سر په هر در نه ټيټيږي

زما خو تش ګودر دی او خپل کور او يا هم ګور دی

ټوټې د ماتو ستورو مې پخپله دي راټولې

پرما د څو ښاغلو د خيالونو هسې تور دی

بدرۍ يو ژڼي ويل چې بلينډې ته داسې وايه

که مړ شوم دومره واوره چې مې خون درباندې پور دی




t