په افغانستان کي روغتيايي خدماتو ته لاسرسی څنګه ارزوی؟

په افغانستان کي روغتيايي خدماتو ته لاسرسی څنګه ارزوی؟

ډاکتر سيد عباس هاشمي د زابل ولایتي روغتون مشر

دا مهال چي موږ او تاسو د افغانستان حالات ګورو او مطالعه کوو يې، نو د مالوماتو له مخي ویلای سم چي دا مهال د افغانستان په کچه پنځوس فیصده خلک په اساسي ډول روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري او دوی له دې لاري کولای سي په دولتي او خصوصي کچه خپلي درملني ترسره کړي. راځم خدماتو ته، دلته په دولتي کچه هم په روغتیايي برخه کي خدمات وړاندي کيږي يې ورسره په څنګ کي خصوصي روغتیايي سکتور هم وده کړې او هيوادوال اوس ورته لاسرسی لري. که څه هم وړاندي مو وویل چي یوازي پنځوس فیصده خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري، خو بیا هم له نېکه مرغه باید ووایو چي دا مهال د هيواد په کچه غوره او مجهزي شفاخانې جوړي سوي چي اوس عملا د هيوادوالو درملنه کوي. بله مهمه خبره د روغتیا په برخه کي اساسي خدمات دي لکه واکسینونه او د مور او ماشوم ژوند ته پاملرنه چي دا تقریبا ویلای سم د افغانستان په لېري پرتو سیمو کي هم اوس خلکو ته ياد خدمات آماده سوي او په دې برخه کي زیات کار سوی، یوازي ستونزه د خطرناکو ناروغیو لکه قلبيی ناروغۍ چي د لته يې درملنه ناشونې ده، د خلکو لاسرسی ورته لږ دی. د لته یوازي ویلای سو چي که څه هم بسنه نه کوي، خو حالاتو ته په کتو اوسني روغتیايي شرایط او خدمات بیا هم ښه دي.

ډاکتر ذبېح الله فيضي د البلال روغتيايي علومو انستيتيوت رئيس

اوس په افغانستان کي ۵۷ سلنه خلک د یو ساعت مزل کولو سره روغتیایی خدمتونو او  ۸۷ سلنه خلک د دوو ساعتونو په مزل کولو سره روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی لري. د ۲۰۱۸ کال د سروې له مخي، په عمومی ډول ۶۰ سلنه ښاریانو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی درلود، چي فعلا دا فیصدي د روغتیایي کلینيکونو او روغتیایي پوستو په ډېرولو سره ۹۰ ته جګه سوې. د افغانستان اوسني حالاتو ته په کتو په صورت عموم سره  روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ښه دی. دا چي ولي اوس هم په زیاته کچه خلک د روغتیایي خدمتونو څخه بې برخي دي، چي يو عمده علت یې ناامني، کمزوری اقتصاد، بې علمي  او د بین السکتوري همږغۍ نه شتون دی. د دې لپاره چي ښه روغتیا ولرو باید ټول خلک په روغتیا کي برخه واخلي. باید ووایم چي د روغتیا په برخه کي عامي روغتیا وزارت ۲۵ سلنه رول لري، پاته ۷۵ سلنه نور سکتورونه او د خلکو عامه پوهاوی دی. که چيري د عامي روغتیا وزارت د هر کور په څنګ کي یو یو کلینیک جوړ کړي، بیا به هم خلک د بشپړي روغتیا خاوندان نه سي، تر څو خلک په دې پوه نه سي چي کوم  غذایي مواد روغتیا ته زیان رسوي او  کوم ورته ښه دي؟ جنګ څومره پر رواني حالت تاثير لري؟  ککړ چاپېریال څومره مضر دی؟ په کوم تعداد اولادونه ولرو؟.

عبدالحی ډاډمن مدني فعال

په هيواد کي روغتایي خدمات او اسانتیاوي دا هغه څه دي چي د هيواد د وګړو ژوند او صحت پوري تړاو لري، که چېري په هيواد کي روغتیایي خدمات او اسانتیاوي وارزول سي او یا هم وکتل سي، په هغه کچه نه دي برابري سوي، څومره چي یې اړتیا لیدل کېږي. خصوصا د هيواد په لېري پرتو سیمو کي چي وګړي یې ښارونو او بازارونو ته لاسرسی نه لري او یا هم د اقتصادي ستونزو له کبله ښارونو ته رسېدګي نه سي کولای. روغتیایي خدمات او اسانتیاوي د انسان په ژوند کي ډېر مهم رول لري، باید چي په هيواد کي د صحت مسؤلین روغتیایي خدماتو او اسانتیاوو ته لازم او کوټلي ګامونه پورته کړي، تر څو په خپل هيواد کي د ناروغانو لپاره روغتیایي خدمات او اسانتیاوي وړاندي سي. د روغتیایي خدماتو د نه شتون له کبله ډېری ناروغ هيوادوال د هيواد څخه بهر پاکستان، هندوستان او نورو هيوادونو ته د خپلي مریضۍ د تشخیص او درملني لپاره ځي، چي له یوه اړخه د ناروغ هيوادوالو پر حق تېری او له بل اړخه د هيواد پر اقتصاد هم منفي آغېز شیندي. بیا هم په تکرار سره باید ووایم چي په هيواد کي روغتیایي خدمات او اسانتیاوي ډېر کم او پر نشت حساب دي. روغتیایي مراکز نه درلودل او په همدې روغتیایي مراکزو کي صحي پرسونل نه درلودل، دا هغه ستونزه ده چي زموږ هيوادوال ورسره لاس او ګرېوان دي.

سعيد خان صداقت هلمند مېشتی ډاکتر

لکه څنګه چي ټولو ته مالومه ده چي له تېرو درې نيمو لسيزو راهيسي په افغانستان کي جګړه روانه ده، چي له امله يې نه يوازي د خلکو ژوند په خطر کي لوېدلی دی، بلکي د دوی د ژوند پر ټولو اړخونو يې منفي اغېز کړی. نو په ټول افغانستان او بيا هلمند کي بايد د روغتيايي وضعيت په اړه يو څه دلته ووايم: ۱: ټول افغانان د سمو روغتيايي امکاناتو نه شتون له بېلابېلو روغتيايي ستونزو سره مخ کړي دي چي د مختلفو ناروغيو د راټوکېدو لامل سوي دي، چي په دې برخه کي ښځي او ماشومان تر ټولو ډېر قرباني دي. ۲: په هغو سيمو کي چي روغتيايي امکانات موجود دي هم خلک په دې برخه کي له ډېرو نيمګړتياوو سره مخ دي، چي پېچلي ناروغۍ په اسانۍ سره نه سي تشخيص کېدلای، نو ناروغان مجبور دي چي له هيواده بهر د تداوۍ لپاره لاړ سي. ۳: په فساد کي ښکېل مسؤلين دېته زړه نه ښه کوي چي روغتيايي خدمات اصلاح او وړ اشخاص پر دندو وګمارل سي. ۴:  بله ستونزه دا ده چي يو کس نه سي کولای چي د طب په ټولو برخو کي مالومات ولري، يا دي په ټولو ناروغيو پوه سي، نو د تشخيص نه شتون هم يوه لويه ننګونه ده، نو پکار ده چي په هر برخه کي بايد متخصص ولرو. خو له بده مرغه دا ستونزه هم لا پر ځای ده. دغه راز يو شمېر نوري ستونزي هم سته چي هلمند او ټول افغانستان کي يې روغتيايي خدمات ټکني کړي دي چي په لاندي ډول دي: د با کيفيته درملو نه شتون، د ټول هيواد په کچه د DTL لابراتوار نه شتون، د عامه پوهاوي کموالی، په ډېری روغتيايي مرکزونو کي د مسلکي او پوه کسانو نه شتون، روغتيايي خدماتو ته د عامو خلکو نه لاسرسی، پر ځينو خصوصي روغتيايي مرکزونو د خلکو بې باوري، د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو نه رسېدګي، د درملو په واردولو کي د افغان حکومت لخوا د يوې ښکاره پالېسۍ نه شتون، درمل پلورنځيو لپاره د روغتيا وزارت لخوا د پالېسۍ نه شتون.

سمېع الله نوري د طب پوهنځي محصل

افغانستان یو له هغو هيوادونو دی چي څلوېښت کلن ناورین ترې هر څه اخیستي. اکثریت افغانان صحي خدماتو ته لاسرسی نه لري، که یو شمېر ښاري افغانان رسېدګي ورته لري، ولي د نفوسو په تعداد د هغو شمېر هم کم دی. دا چي افغانستان یو غرنی هيواد دی او اکثره هيوادوال کلیوالي ژوند لري، نو هغوی ته صحي خدمات یا نه رسېيی او یا هم ډېر کم رسېږي. افغانان په عموم کي د باکیفیته صحي خدماتو د نه لاسرسي له مشکل سره مخ دي، صحي خدماتو ته د نه لاس رسي ځیني عوامل: ۱. د امنیت نشتوالی ۲. د عامه پوهاوي کمښت ۳. د درملو د کیفیت کموالی ۴. د مجربو کسانو کمښت ۵. د نفوسو زیاتوالی او د باکیفیته کلینیکونو کمښت، که څه هم دولت صحي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کي کار کړی، ولي دا د خلکو غوښتني نه سي پوره کولای. افغانستان کي لا هم ۵۰٪ ښځي د ولادت پر مهال مري.

 



د خلکو ږغ ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t