پاني پت فلم – سنجی دت د احمدشاه بابا په رول کې…!

پاني پت فلم – سنجی دت د احمدشاه بابا په رول کې…!

هندي رسنیو راپور ورکړي دي چي د افغانانو او مرهټیانو پر دریم خونړۍ جنګ چي د هندوستان په (پاني پت) سیمه کي سوي و فلم جوړیږي. په ياد فلم کي مرکزي رولونه سنجي دت، ارجون کپور او کریټي سانون لوبوي. یاد جنګ د دواړو ډلو تر منځ ډېر خونړي جنګ و.
د هندي سېنما وتلی ډایریکټر اشوتوش ګواریکر له لوري جوړیدونکی فلم د (پاني پت) پر تاريخي جګړه جوړیږي چي افغان امپراتور احمد شاه بابا په کي په لکونو مرهټيانو ته سخته ماتې ورکړې وه. د دغه فلم د جوړولو اعلان تېر کال شوى و، خو اوس تازه د دغه فلم يو بل پوسټر هم خپور شوى دى، چې په کي د جګړې صحنه انځور سوې ده او په سر کي يې ورته ليکلي دي:(هغه جنګ چي تاريخ يې بدل کړ). د پاني پت په دغه سيمه کي یاد دريم جنګ و چي د هند تاريخ يې بدل کړ.
د هندي تاريخ د معلوماتو په اساس په دغه جګړه کي چي په ١٧٦١ کال کي ترسره سوې وه، د افغان امپراتور احمد شاه بابا سره ٣٢ زره او د مرهټيانو د مشر سداشيو راو باو سره تر ٢٠٠ زره زيات پوځيان وه چي افغان لښکرو د مرهټيانو دغه لښکر دړې وړې کړ.
خو افغان تاريخ ته په کتو احمد شاه بابا د خپل سلطنت پر وخت د هندي مسلمانو له لوري د (۱۱۷۰ ) کال څخه وروسته هند هېواد ته د دې لپاره وغوښتل شو چې هلته د مرهټیانو لوی قوت د سکانو په همکارۍ غوښتل د ډهلي پاچاهي ړنګه کړي، هغه مهال احمد شاه بابا د خپلو لښکرو سره د مرهټیانو پر وړاندې ستره جګړه د پاني پت په ډګر کي پیل کړه چي په دې جګړه کي احمد شاه بابا د خپلو پلویانو په شتون کي د لسو لکو هندوانو او مرهټیانو سره مخ شوی وو چي په پایله کي ټولو ته ماته ورکړه او یوه لویه سوبه یې په برخه شوه.
د دې سترې جګړې په پای کې احمد شاه بابا ته پنځوس زره اسونه، دوه سوه زره غوایي، پنځه سوه فیلان، څو زره اوښان، او دوه ویشت زره بندیان لاسته ورغلل چې له همدې کبله یاده جګړه د پاني پت په نوم مشهوره شوه.
د یاد فلم د ثبت کار بشپړ دی او د روان کال د دسمبر په ٦مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي.
داسې انديښنې وې چې پاني پت فلم کې سنجی دت د احمدشاه بابا منفي رول لوبولی.
له همدې کبله په ممبۍ کې افغان قونسل نسيم شریفي هم له سنجی دت سره په ټلیفوني خبرو کې خپله انديښنه شریکه کړې، نوموړي ورته ويلي: “چي په دې فلم کي د احمدشاه بابا سپکاوی موږ ته د منلو وړ نه دی او په دې فلم سره د هند او افغانستان دوستۍ ته زیان رسيدلای شي”.
خو په خپله فلمي اکټر سنجی دت ډاډ ورکړی چې”پاني پت فلم کې د احمدشاه بابا سپکاوی نشته.که رول منفی وی، ما هم پکښي برخه نه اخيسته. په فلم کې په مارهټيانو باندې د احمدشاه بابا برید هغه ژمنه ښيي چې په هند کې يې د پښتانو واکمنو سره کړې وه احمدشاه بابا جنګ نه غوښته، یوازې خپله پښتو يې سرته ورسوله. موږ احمدشاه بابا ته د يو ستر امپراتور په توګه احترام لرو”.
خو دا عکس سنجې دت پر خپل فېسبوک اکاونټ نن سهار خپور او ورته لیکلي: Ahmad Shah Abdali – Death strikes where his shadow falls(چي پر کوم ځای د احمدشاه ابدالي سیوری پریوت، نو هلته مرګونه وشول)!

منډیګک



جګړه معلوماتي پانې پت
t