د عبدالقدیم پتیال د شپږم تلین په یاد

د عبدالقدیم پتیال د شپږم تلین په یاد

لیکوال: عطا محمد میاخېل

یادونه: که څه هم عبدالقدیم پتیال ما نه پېژنده خو مړینه یې ډېره دردونکې وه الله (ج) دې جنتونه ور په برخه کړي.

د نوموړي د مړینې کیسه ما داسې انځور کړې ده:

نن وختي له دندې د کور په لور وخوځېد، کور ته را ورسېده، د کلا دروازه یې پرایستله ګوري، چې کوچني ورور یې په لوبې بوخت دی، په غوسه یې ورته وویل: ته هره ورځ په لوبو بوخت یې درسونه څه وخت وایې؟ ورور یې په عاجزۍ ورته کړه: لالا! درسونه مې لوستي، ټول مې زده دي، خپله کورنۍ دنده مې هم تر سره کړې ده، ده بیا ورته وویل: په خپلو درسونو کې کوښښ کوه، سبا ورځ به درنه یو ښه ډاکټر جوړ شي، خپلو هېوادوالو ته به د خدمت جوګه شې، که چېرې په آزموینو کې ناکام شوې بیا به درسره ګورم، خپل ورور ته له نصیحت کولو وروسته، کوټې ته ننوت، بالښت ته یې ډډه ولګوله، ښه یې چې دمه جوړه شوه، خپلې خور ته یې ور غږ کړ، ډوډۍ نه ده تیاره؟ ډوډۍ تیاره کړه، چې پوهنتون ته ځم را باندې ناوخته کېږي ، خوریې له پخلنځي څخه په ځواب کې وویل: لالا ډوډۍ تیاره ده، دادی دروړم یې، خوریې د ده په وړاندې دسترخوان وغوړاوه او یوه کاسه شوربا یې هم د ده په مخکې کېښوده، ډوډۍ خوړل یې لا نه و خلاص کړي، چې د کوټې له اورسۍ څخه یې په انګړ کې په یوه ولاړه ونه سترګې ولګېدې، ګوري، چې پاڼې یې ژېړې شوي او یوه په بله پسې ځمکې ته راکوزېږي ، له ځان سره یې فکر وکړه ، چې یوه ورځ به د انسان د ژوند پاڼې هم د دې ونې د پاڼو په څېر ژېړې شي، په همدې سوچونو کې ډوب و، چې خور یې یو ګیلاس چای سره یوه قاب شیریني د ده په مخکې کېښودل، د چای له څښلو وروسته یې د پوهنتون جامې واغوستلې، هیندارې ته ودرېده، په خپلو تورو وېښتانو یې ږمنځ را تېره کړه، ځان سره یې وویل: بده ځواني دې نه ده، له ځان سره موسکی شو، خپل لاسي ساعت ته یې وکتل، پوهنتون ته د تګ وخت یې و، کتابونه یې له ځان سره واخیستل او د پوهنتون په لوري وخوځېده، کله چې پوهنتون ته ورسېده، ګوري چې استاد په صنف کې ولاړ دی، له استاد څخه یې ټولګي د ننوتلو اجازه وغوښته، استاد هم اجازه ورکړه، ټولګي ته ننوت او په یوه څوکۍ کېناسته، د نن ورځې درسونه پای ته ورسېدل، کله چې له ټولګي څخه رخصت شو، د پوهنتون له انګړ څخه په وتو سره وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې او ځای په ځای یې شهید کړ.
له پوهنتون څخه د فراغت ارمان یې له ځان سره تورو خاورو ته یوړ.



ادب تلین عبدالقدیم پتیال
t