د افغان مېرمنو اقتصادي وضعيت څنګه ارزوی؟

د افغان مېرمنو اقتصادي وضعيت څنګه ارزوی؟

خدیجه اشرفي خبریاله

په هره ټولنه کي چي د نارينوو تر څنګ ښځو ته هم د کار زمینه برابره وي، هغه ټولني نسبتاً هغو ټولنو ته چي پکي مېرمنو ته د کار زمینه نه وي برابره، ډېري پرمختللي وي. په داسي يوه ټولنه کي، چېري چي د هغه ټولني د وګړو ژوند له اقتصادي پلوه، په پراخه پېمانه ستونزمن وي، نو ښکاره ده، چي په هغه ټولنه کي د مېرمنو اقتصادي وضعیت خپله صفر کېږي. خو په افغاني ټولنه کي بيا د مېرمنو اقتصادي وضعيت سخت د اندېښنې وړ دی. په افغاني ټولنه کي تر ډېره د مېرمنو لپاره د کاري فرصتونو نه شتون، د مېرمنو بې سوادي او ناوړه دودونه هغه ستونزي دي، چي د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا او غوړېدا مخه یې تر ډېره نیولې ده. لوستي مېرمني مو هم د کار د نه شتون څخه کړېږي، په کومه ټولنه کي چي مېرمنو ته د کار زمينه نه وي برابره، هلته د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا هیله لرل، د بې ثمره وني څخه د مېوې غوښتل دي. دولت باید د افغان مېرمنو د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه ګړندي ګامونه اوچت کړي، لوستو مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړي، په دولتي ارګانونو کي مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د نالوستو مېرمنو لپاره باید د کسبونو د زده کړي لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه په لاره واچوي، تر څو د افغان مېرمنو په اقتصاد کي د پام وړ بدلون راسي.

شبانه خوشحال د خوشحال خیریه بنسټ مشره

د افغان مېرمنو اقتصادي وضعیت په هغه اندازه پرمختګ نه دی کړی چي موږ یې توقع درلوده. که څه هم په تېرو کلونو کي د ټولي دنیا څخه بې شمېره پیسې د افغان مېرمنو د ژوند او اقتصاد د ښه والي لپاره ځانګړی سوي وې، خو لا هم د نارینه وو تر څنګ په لوی تعداد افغان مېرمني د فقر تر کرښي ټیټ ژوند تېروي او اړتیاوي یې ورځ تر بلي زیاتېږي. د افغان مېرمنو د اقتصادي حالت د پیاوړتیا لپاره چي کوم معیارونه کارول سوي، ولي زموږ له جامعې سره یې تطابق نه درلود او ځکه نو موثریت یې هم له هیلو سره سم نه و او بدبختانه یوازي د ګوتو په شمېر ښځو چي ځانونه په هر شي کي ګډوي له دې موقع استفاده وکړه، خپل ژوند او اقتصاد یې پکي جوړ کړ. د پروموټ په شان غټي پروژې چي اصلي هدف یې د ښځو د اقتصادي او ټولنیز رول پیاوړتیا وه، د ناکامۍ اصلي علت يې د پروګرام په تطبیق او رهبري کي د بې تجربې او له ټولنیز حالته د ناخبرو ښځو او نجونو مقرري ده، چي که ورته پام ونه سي په راتلونکي کي به هم د افغان مېرمنو د اقتصاد او ژوند د سمون په برخه کي عملي کېدونکي پروګرامونه ناکامه او بدنامه وي. په افغانستان کي پخوا هم ښځو په اقتصاد کي خاصه برخه نه درلوده، کلتوري شرایط او محدودیتونه د دې سبب سوي چي ښځي محرومي سي، دغه تاثیرات اوس هم پاته دي او له منځه وړل یې ډېر وخت، کار او ښه مدیریت غواړي.

رنګینه انوري خبریاله

د افغان مېرمنو اقتصادي وضعيت د اندېښنې وړ دی، ځکه دوي د اقتصاد د قوي کولو په موخه کوم منبه نه لري، ډېر کم شمېر مېرمنو ته د کار زمينه برابره ده، هغه مېرمني ښه اقتصادي وضعيت لري چي سواد لري، خو د نالوستو مېرمنو اقتصادي وضعيت د اندېښنې وړ دى او د اقتصادي ستونزو له امله فقر ته اړ سوي. په داسي حال کي چي مېرمني د لاسي صنايع په برخه کي ښه لاسته راوړني لري، خو متاسفانه نړيوال مارکېټ نسته. خو بيا هم د پخوا په پرتله د مېرمنو د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅي زياتي سوي او په دې برخه کي بېلابېلي پروژې عميى سوي او ښځينه سوداګرو هم په دې برخه کي پانګونه کړې، اوس مېرمني توانېدلي چي په ځينو اداراتو کي، په ځيني ښځينه مارکېټو کي کار وکړي او پيسې لاسته راوړي.

سکينه اماني محصله -هلمند

د افغان مېرمنو اقتصادي وضعيت اوس تر بل هر وخت ستونزمن او د اندېښنې وړ دی. دلته جګړه تېره شوې ده، جګړه د يوې سيمي اقتصادي حالت تر نورو سخت ځپي، په تېره بيا ټول زيان يې ښځو او مېرمنو ته رسېږي. موږ تاسو وينو چې په خپلو ښارونو او کوڅو کې ګڼ شمېر مېرمني ناستي وي او فقر کوي. لامل يې دا دی چي دلته خلک اقتصادي ستونزي لري. دلته کورنۍ سرپرستان نه لري. دلته ټولي مېرمني مجبوري دي. ګني زموږ او ستاسو په دود او عنعناتو کي هيڅ ښځه دې ته زړه نه ښه کوي چي فقر وکړي او د سړک پر سر کښېني او خپل عزت تر پوښتني لاندي کړي. نو ټول لامل دا دی چي فقر او غربت مېرمني او ښځي تر ټولو ډېري ځپلي دي او ستونزي يې هم دوی ګالي.

فوزيه امين – د مېرمنو فعاله هلمند

په ټوله کي اقتصادي ضعف په افغاني ټولنه کي شتون لري او زموږ د وطن داسي کورنۍ نسته چي اقتصادي ربړو نه وي ځپلې. دا ستونزه او مشکل ټولو افغانانو ته يو لوی ګواښ دی. د ټولني له عمومي اقتصادي ستونزو راوروسته، بيا دا لوی واقعيت دی چي زموږ د ټولني ښځينه برخه له ډېرو اقتصادي ننګونو سره مخ ده. د دې لوی لامل جګړې او نښتي دي. زه يو مثال ورکوم: په افغانستان کي داسي کورنۍ نسته چي په روانه جګړه کي دي يې د کورنۍ يو غړی له لاسه نه وي ورکړی. په ډېرو کورنيو کي د يوې مېرمني خاوند په جګړه کي قرباني سوی وي، بل څوک د نفقې پيدا کولو نه لري. له يوې خوا کورنۍ ستونزي وي، خپل خپلوان ورسره ظلمونه کوي، د خاوند د ژوند پر مهال او ميراث يې دعوې وي. بل پلو دا ښځه مجبوره ده چي د خپل ځان او اولاد ساتلو لپاره نفقه پيدا کړي. نو مجبوره ده يا د لاري پر سر فقر وکړي او خپل حيثيت تر پوښتني لاندي راولي، يا يو کور کي ځانته کار پيدا کړي، خو مجبوره ده چي د خپلو اولادونو د نفقې لپاره هره خبره پر ځان يو سي. نو دې ته ورته مثالونه زموږ په ټولنه کي ډېر دي، چي دا خپله د افغان مېرمنو کورنی اقتصادي ضعف په ګوته کوي. زموږ د ټولني مېرمنو اقتصادي وضعيت ته بايد جدي پاملرنه وسي اوپه دې برخه کي بايد نړيوال، افغان حکومت او خيريه ټولني ډېر کار وکړي.

رڼا ترین په مشرانو جرګه کي د کندهار استازې

زما په نظر، کولای سو چي په اوسنیو وختونو کي افغان مېرمني د اقتصادي وضعیت له پلوه پر درو برخو ووېشو: لومړی هغه مېرمني دي چي هغوی په راس يعني په يو موقف کي کرار لري، چي د هغوی اقتصادي وضعیت نسبتا نورو هغو ته ښه دی. دوهم یو تعداد بيا هغه مېرمني لرو چي هغوی په کورونو کي دي او سپرست لري، د هغوی ورځنۍ چاري پوره کوي. درېيم یو تعداد مېرمني بیا لرو چي متاسفانه هغه نه سرپرست لري او نه هم په راس کي کرار لري او نه هم کار او اقتصادي منبع لري، نو ځکه ویلای سو چي په اوسنیو وختونو کي په لوی شمېر کي مېرمني اوس هم د فقر او غربت په حال کي ژوند تېروي. دولت او موسيسات په تېرو کلونو کي د افغان مېرمنو د اقتصادي ودي په بر خه کي کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه لري. بلخوا د بن په کنفرانس کي هم پرېکړه وسوه چي د افغان مېرمنو اقتصادي ودي ته به خاصه پاملرنه کېږي، خو متاسفانه تر دې دمه د افغان مېرمنو د اقتصادي پياوړتیا په موخه هيڅ داسي قانع کوونکی او بنیادي کار نه دی سوی لکه څنګه چي لازمه وه.



د خلکو ږغ ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t