د بېوزلۍ په راکمولو کي شتمن کسان څومره مسؤليت لري؟

د بېوزلۍ په راکمولو کي شتمن کسان څومره مسؤليت لري؟

فریداحمد بهادر د کندهار یو تن روڼ آند

فقر، غربت او بېوزلي، دا هغه بدبختي پديدې دي، چي موږ ته د تېري څلوېښت کلني جګړې څخه راپاتي دي. که څه هم د دې نظام په اوایلو کي د دې وطن هر کس شتمن، غریب، بېکاره دا هیله لرله، چي جګړه به نوره ختمېږي او زموږ وطن به نور د یو وارداتي هيواد پر ځای، صادراتي هيواد وي. په ډېر تاسف سره چي دا هیلي زما په شمول د دې وطن د هر فرد له خاورو سره خاوري سوې، شتمن نور هم خانان او پیسه داره سول، خو بېوزله او غریب نور هم پر سر ووهل سول!، اوس چاره څه ده؟ له بېوزلو سره شتمن (خانان)څه کولای سي، تر څو د بېوزلۍ ګراف لا اقل کښته سي!؟ مختلفي لاري سته، چي یوه له هغو دا ده چي شتمن د دغسي خلکو لپاره په کوردننه کي کارخانې جوړي کړي. دغه لار د بېوزلو دایمي ستونزه حل کولای سي، د خیریه بنسټونو او د بېوزلو سره موقتي مرستي د دې خلکو درد نه سي دوا کولای. یوه بله ستونزه دا ده، چي موږ داسي کورنۍ هم لرو، چي بې سرپرسته دي، کور د ګټي-وټي څوک نه لري، اولادونه یې کوچني وي، د دغسي کسانو د اولادونو د روزني لپاره ملي تجاران په ګډه کولای سي روزنتونونه جوړ کړي، تر څو دغه کوچنیان، چي خپل قانوني عمر پوره کړي او د خپل کور ټولو ستونزو ته رسېدګي او ګټه وکړي. بله لار دا ده؛ چي موږ په کندهار کي د ملي تجارانو اتحادیه لرو، که چېري دغه اتحادیه د ښار په لویو پلورنځیو (کارځایونو) کي صندوقونه کښېږدي، خلک په رضاکارانه شکل هغه صندوق ته یوه-دوې افغانۍ واچوي او د هغو کسانو لپاره چي لیک لوست یې زده نه وي لاس یې بل ته غځولی وي، د هغوی لپاره یو داسي څه واخلي، چي هغه خپل کور وچلوي (ټکسي،زرنج،رېړۍ) او په عوض کي یې بیر ته همدا مشخص کس د هفتې زر-دوه زره افغانۍ تجارانو ته ورکړي، تر څو هغوی د یو بل کس لپاره بل څه واخلي لکه (ټکسي،زرنج،رېړۍ). په دې هیله چي په ټول وطن کي د بېوزلۍ او بېکارۍ لمنه ټوله سي!

محمدسلیم هاشمي محصل

دا ښکاره ده چي زموږ ګران افغانستان دا څلور لسیزي کېږي چي په جنګ-جکړو کي راښکېل دی او دې د لسیزو جګړو او دربدريو يې په لويه پېمانه دولتي او خصوصي او همدا راز فرهنګي بنسټونه ویجاړ کړل. نن ورځ ليدل کېږي چي شتمن اشخاص خپلي سرمایې د هیواد نه بهر انتقال کړي او يا يې هم د انتقالولو تکل لري، چي له دې سره په هيواد کي ورځ تر بلي د خلکو د بې روزګارۍ کچه لوړېږي او آن خلک مو د فقر تر کچي رسېږي. بايد ووايم چي په ټولنه کي شتمن اشخاص د ټولني هغه طبقه ده، چي حساب پرې کیږي، هغوی په ټولنه کي ډېر لوی مسؤلیت لري، په تېره بیا د هغو خلکو لاسنیوی کول چي د بېوزلۍ څخه کړېږي. شتمن خلک کولای سي په ټولنه کي د بېوزلۍ د کچي په راکمولو کي په پوره ډول همکاري وکړي. متاسفانه، زموږ په ټولنه کي یو شمېر شتمن خلک یوازي نمایشي کارونه کوي، د خپل شهرت او ځان ښودني لپاره د یو شمېر بېوزله وګړو سره لنډمهاله کومکونه کوي، یا پر داسي کارونو باندي پانګونه کوي، چي زیاته ګټه فقط همدې شتمن ته رسېږي. هر کال حج او یا عمرې ته ځي، په ودونو کي زیات مصارفات کوي، خپل شتمني پر بې ځایه کارونو مصرفوي او یا د هیواد بهر پانګونه کوي، چي دا ډول نمایشي او لنډمهاله کومکونه د ټولني د خلکو د بېوزلۍ په راکمولو کي هیڅ ډول مرسته نه سي کولای، ځکه بېوزلي په ټولنه کي یو داسي حالت دی، چي په لنډمهاله پروژو، پروګرامونو او یا د ځينو اشخاصو په لنډمهاله کومکونو سره له منځه نه ځي. طبعي ده چي په لنډمهال کي دا ډول مرستي بېوزلو کسانو ته يو څو ورځ سا ورکولای سي، ولي نه سي کولای د دايم لپاره د دوی درد دوا کړي. نو فلهذا، په ټولنه کي د بېوزلۍ د راکمولو لپاره اړتیا ده، چي اوږدمهاله پروګرامونه او داسي کارونه ترسره سي، چي هغوی ته د اوږد مهال لپاره د کار زمینه برابره سي. مثلآ شتمن خلک دي د دولت سره په همکارۍ په لویو او کوچنیو تولیدي او خدماتي تصدیو پانګونه وکړي، چي په دې سره به خلکو ته د اوږد مهاله لپاره د کار زمینه مساعده سي. شتمن خلک کولای سي چي خیریه ټولني رامنځ ته کړي، د ټولني د نورو افرادو څخه پیسې راټولي او په هغو پیسو خلکو ته لنډمهاله او اوږدمهاله د کار زمینې برابري او همداراز يتيمانو، کونډو او معلولو اشخاصو سره پري نقدي مرستي وکړي، چي په دې سره به خلک د نورو ناوړه کارونو راګرځېدلي وي او هم به يې د بېوزلۍ په راکمولو کي د ټولني د افرادو سره مرسته کړې وي.

محمدانور حیدري ټولنيز فعال

د بېوزلۍ په کمولو کي ډېري لاري سته، چي په ټولنه کي بېوزله کورنۍ کمي سي او بېوزلي ورکه سي. اول خو اسلام تر ټولو غوره دين دی، چي ښه لاره يې زکات دی، که هر څوک د خپلي سرمايې په پوره توګه زکات ورکړي، په ټولنه کي به بېوزلي له منځه ولاړه سي. بل ټولنيز عدالت دی، چي د يوې ټولني اساس پرې ولاړ دی، که چېري ټولنيز عدالت موجود وي، نو بيا هم بېوزلي له منځه ځي. د دې ټولو سره-سره انساني اخلاق هم په ټولنه کي د نادارو سره د مرستي يوه نه شلېدونکې کړنه ده، بايد چي هر افغان انسان په دې ځان مسؤل وګڼي، چي زموږ په کور، کلي او ګاونډ کي بېوله، غريب انسانان اوسېږي. نو دا ټول د يوې ټولني د وګړو مسؤليتونه دي، چي په ترسره کولو يې ټول مسؤل دي. په نوره نړۍ کي د خپلو هيوادوالو په غم او درد شريک وګړي ډېر دي، خو بدبختانه چي افغانان په ځان کي دا چاره يا نه لري او يا هم که وي، پر نشت حساب ده. شتمن کسان په ټولنه کي ډېر لرو، خو احساس پکي مړ دی، ډېر کم به وي چي د بېوزله انسان درد دي احساس کړي. دلته يوازي د ځان لپاره هر څه چي وي، راټولوي يې او په خپلو بچو يې خوري. له کوره تر ښاره او بيا تر دولتي ادارو پوري، اکثره يې د غريب او بېوزله انسان پروا نه لري. دا يوه فطري چاره ده، يو انسان دي د بل لاس نیوی وکړي، مګر په افغانستان کي دا څه برعکس دي، دلته د دې پر ځای چي يو د بل لاسنيوی وکړو، د يو او بل پښې وهو. تر ټولو غوره لار د اسلامي اصولو او قواعدو منل او په ټولنه کي انساني اخلاق او کرامت ته پوره درناوی، هغه څه دي چي د بېوزله کورنيو لپاره د جوړ ژوند لار پرانستلای سي.

عبدالقادر تکین خبریال

د فغانستان غوندي یو هیواد چي اوږدې جګړې یې وګړي ځپلي دي او د نفوسو (۵۰) سلنه وګړي یې د سختو اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ دي، زموږ بېوزله وګړي د ماښام د یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره کرۍ ورځ د کار په تمه تېره کړي، خو ورځ تېره سي او هیڅ ترلاسه نه کړي، دولت د ملت څخه د خپلي مالیې په راټولو بوخت دی او اکثریت پیسې په جنګي ماشین مصرفېږي، د ټولني یو بل مهم قشر چي تجاران دي، دوی هم په هیواد کي د ناامنیو له کبله پانګوني ته چندان زړه نه ښه کوي، چي په کوردننه کي پانګونه وکړي او دغه خلک پر کار سي. زما په نظره، که په افغاني ټولنه کي د نورو ټولنو په څېر د همدردۍ او لاسنيوي روحیه پیاوړې سي او هر شتمن تر خپله وسه د بېوزلانو لاسنيوی وکړي او د دې تر څنګ په کوچنیو پانګونو لاس پوري کړي، فکر کوم چي په دې ډول سره به د بېوزلۍ چاره تر یوې اندازې سوې وي او بېوزله خلک به د سهار او ماښام یوه ګوله ډوډۍ هم پیدا کړي.

نیازمحمد زیارمل د زابل د ځوانانو آمر

که چېري د اسلام مبارک دین مطالعه کړو، نو له ورایه یې پر بډایه خلکو زکات ورکول فرض کړي دي، چي په ټولیزه توګه يې داسي تعریفولای سو، چي بډایه باید له بیوزله کسانو سره مرسته وکړي. که چېري دا لړۍ همداسي دوام ولري، نو په تدریجي ډول سره به په ټولنه کي فقر له منځه ځي او په دې برخه کي ستونزي راکمېږي. په نوره نړۍ کي دې اصل ته زیاته پاملرنه سوې، خو له بده مرغه په افغانستان کي دا ډول کړني دود نه دي، چي دا یوه خواشینوونکې خبره ده. رابسو دې ته چي موږ افغانان څومره بېوزله یو، په هرو سلو کورونو کي یوازي پنځه کوره به داسي ولرو چي غربت نه وي ځپلي، پاتي ۹۵ کورونه که غربت نه وي وهلي، خو مرستي ته حتمي اړتیا لري. که چېري په ټولیزه توګه سره بډایه هيوادوال د غریبو لاسنیوی وکړي، نو په ډاډ سره ویلای سم چي د بېوزلۍ کچه به ورځ تر بلي، کمښت ومومي.

اسدالله وفا ټولنیز فعال

په هيواد کي روانه بېوزلي تر جګړې راوروسته د افغانانو په وړاندي یوه بله بده پدیده ده چي اوسمهال ورسره افغانان لاس او ګرېوان دي. له بده مرغه، همدا بېولي ده چي موږ وژل کېږو، کډوال کېږو او مجرم ثابتېږو. راځئ په ګډه د دې بدي پدیدې دله منځه وړلو لپاره لاس په کار سو، تر څو وکولای سو د خپلو غريبو هيوادوالو ژوند وژغورو. هغه کومي لاري چاري دي چي موږ وکولای سو بېوزلي پرې راکمه کړو، له نېکه مرغه، موږ ډېر بډایه هيوادوال هم لرو چي کولای سي زیاته مرسته وکړي، که مرسته نه سي کولای، که چېري زکات هم ورکړي، نو ښايي د ډېرو خلکو ستونزي پرې کمي سي. که چېري مرسته وسي او  بډایه هيوادوال دا د ځان مسؤلیت وګڼي، لېري نه ده چي موږ به د یوه اقتصادي افغانستان درلودونکي سو، د دې تر څنګ چي بډایه هيوادوال مرسته وکړي، باید دولت ملت ته کار هم پیدا کړي، تر څو هغوی له دې لاري هم څه عاید په لاس راوړي.



د خلکو ږغ ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t