پر مساجدو بریدونه څنګه ارزوی؟

پر مساجدو بریدونه څنګه ارزوی؟

بسم الله وطن دوست د سولي ولسي حرکت ویاند

مسجد د الله ج کور دی او هغه ځای دی چي د الله ج عبادت په کښي کېږي. موږ کلونه مخکي ویلي وو چي ښوونیز مرکزونه، د عبادت ځایونه او نوري مذهبي برخي باید له سیاست څخه لېري وي. له بده مرغه په دې وروستیو کي مذهبي او ښوونیز ځایونه تر بریدونو لاندي راغلي دي. وسله والو طالبانو، افغان حکومت او امریکا تر داعش پوري یوې ډلي هم پر داغسي ځایونو رحم نه دی کړی. طالبانو او داعش په مسجدونو کي پر چارواکو او دیني عالمانو چاودني او ځانمرګي بریدونه کړي. همدا راز بهرنیانو پر مسجدونو بمبارونه کړي او افغان حکومت د چاپو پر مهال مسجدونو کي وژني کړي دي. د جګړې نړیوال اصول خو داسي دي چي ټولګټي ځایونه، ولس، ښوونیز مرکزونه، مذهبي برخي او مذهبي مراسم باید وژغورل سي، خو له بده مرغه زموږ په جګړو کي له همدې برخو په ګټه اخيستنه ځانونه خپلو هدفونو ته رسوي. د سولي ولسي حرکت د جګړې له ټولو اړخونو غواړي چي د ولس سر او مال ته جدي پاملرنه وکړي. پر مسجدونو د بریدونه یو لوی زیان دا دی چي اوس څوک په ښه او ډاډه زړه مسجدونو ته نه سي تللای. له ولس څخه مو هیله ده چي د جګړې د مخنیوي له پاره ږغ پورته کړي. اوسېدونکي باید خپله ځانونه له دې پردۍ جګړې څخه وژغوري، ځکه چي دې جګړه کي یوازي او یوازي افغان ځوانان وژل کېږي. د یوې نړیوالي سروې له مخي، هره پنځمه دقیقه یو افغان په جګړه کي وژل کېږي. الله ج وایي، تر هغو د یو قوم حالت نه بدلوي څو چي هغه قوم خپل حالت خپله بدل نه کړي، نو پر افغان ولس ږغ کوم چي نور باید حالت بدل کړو. دلته جګړې سیاسي او اقتصادي دي، خو زموږ د تېرایستلو په خاطر نومونه پر ایښول سوي دي. فقر، بېوزلي، مهاجرت او جرمونه د جګړې زېږنده ده، که حالات همداسي روان وو تر دې به هم بدتر وخت ته ولاړ سو. د سولي ولسي حرکت د حالت د بدلون له پاره یو نیم کال مخکي راپیل سو او تر اوسه د سولي چیغي وهي. ولس باید د سولي د ولسي حرکت سره یوځای سي او یا هم نور داغسي حرکتونه او غونډي پیل کړي. که غواړو جنازې یو نه سو، باید ږغ پورته کړو.

امان الله حسرت د مدني ټولنو د يووالي مرکز مشر

رښتيا هم په دې وروستيو کي پر مسجدونو او عبادتخانو خورا خونړي بريدونه وسول، هم د نړۍ په کچه هم د افغانستان په کچه. پر مسجدونو بريد د مسلمانانو کار نه دی او نه هم انسانان دا کار کوي، ځکه مسجد د الله ج کور دی او د خدای ج کور تر ټولو باامنه ځای وي. خو نن سبا د اسلام په نوم يو شمېر کسان د الله ج پر کورنو بريدونه کوي. دا بريدونه دوې بدي انګېزې لري: يو، په نړۍ کي د مسلمانانو نوم بدوي، د اسلام مقدس نوم نړۍ ته بد معرفي کوي او له دې دينه د خلکو فاصله نوره هم ډېرېږي. دوهمه بله بده انګېزه يې دا ده چي په دې سره مسلمانان ځپل کېږي. د نړۍ په لر او بر کي پر مسلمانانو د خلکو ظلمونه ډېرېږي. ستونزي ورته جوړېږي او د اسلام له مقدس دين او د مسلمانو خلک نفرت کوي. نو پر مسجدونو بريدونه بايد ونه سي او که دا کار هر څوک کوي، هغه له اصله د اسلام له مقدس دين سره په ټکر کي دي.

عصمت قانع ليکوال او شنونکی

په افغانستان کي د تروريستي ډلو وروستيو فعاليتونو او وروستيو بريدونو ته په کتو، سړی داسي انګېري، چي ګواکي نور نو دلته د تروريزم هغه په اصطلاح وروستۍ سلګۍ دي. په افغانستان کي دا لومړی ځل نه دی، چي دا تروريستي ډلي زموږ عبادت ځايونه او مسلمانان په نښه کوي، ولي په دې وروستيو کي تر ټولو خونړی او بې رحمه بريد په جلال آباد کي د دې ډلو له خوا پر عبادت کوونکو ترسره سو. دې تروريستي ډلو په دې وروستيو کي په خپل دا راز ظالمانه او بې رحمانه کړنو (بريدونو) سره هر څه افغانانو ته بربنډ کړل. دا ډول بې رحمه بريدونه ښکاره خبره ده، چي په افغانستان کي د بهرنيو استخباراتي کړيو او د هغوی د کار کوونکو کار دی. اوس د خوښۍ ځای دا دی چي افغانان تر ډېره بريده تعليم يافته سوي، نو نن چي دا تروريستي ډلي دا کوم څه ترسره کوي او هغه هم د دين او مذهب تر عنوان لاندي، د دې درک افغانان اوس کولای سي او په دې هم پوهېږي، چي دا بريدونه د اسلام سره هيڅ راز تړاو نه لري. زه بايد ووايم، چي د داسي بې رحمانه پېښو د ممکنه مخنيوي لپاره زما په فکر، تر ټولو د ولسونو همکاري مهمه ده او تر ډېره ولسي ذهنيت دېته آماده هم دی، تر څو د خپل دولت په مرسته د دې ډول بريدونو او تروريستانو مخنيوی وکړي، ولي متاسفانه، دولت په ډېرو مواردو کي نه دی توانېدلی، څو د ولسي پاڅونوالو ملا وتړي، چي يوه بېلګه يې زه د زابل د شاجوي د ولسي خلکو يادونه کولای سم، هلته د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د تروريستانو په وړاندي پاڅون وکړ، ولي دولت يې همکاري ونه کړل، چي دا خپله د دولت بې توجيي په ګوته کوي.

حميدالله هوتک  د سیاسي چارو کارپوه

روښانه خبره ده چي د افغانستان خلک د تاريخ په اوږدو کي ځان د نړۍ ستر مسلمانان بولي، پر اسلام او په عقيدوي لحاظ ډېر ټينګ ولاړ دي. دا چي د بهرنيانو په راتګ سره د طالبانو او داعشيانو پیدا کېدل او داسي نوري تروريستي ډلي، چي هغه يو طالبان دي او نوري تروريستي ډلي چي په څنګ کي ورسره راپورته سوي او فعاليت کوي، چي دا خپله دوه اړخه لري: يو يې بهرنی اړخ دی، چي بهرنيان غواړي چي نړيوالو ته وښيي، چي دا خپله هغه مسلمانان دي او داسي کړني ترسره کوي، چي دوی د خپلو هغه مقدسه ځايونو پروا هم نه لري. بله هغه ډله يا د بهرنيو غلامان دي، چي هغه غواړي په افغانستان کي مساج، ديني مدارس او نور مقدس ځايونه تخريب او له منځه يو سي، چي دا په عموم کي هغه ډلي دي، چي هم د افغانستان په ضرر دي او هم د افغانانو. نو فلهذا د داسي بې رحمانه بريدونو او د دغه راز تروريستانو د مخنيوي او لاس لنډولو لپاره تر ډېره د افغان ملت يووالي او يو موټي کېدو ته اړتيا ليدل کېږي، تر څو موږ وکولای سو د داسي تروريستي پېښو مخنيوی وکړو او په افغانستان کي خپل مقدسه ځايونه له داسي وحشي بريدونو څخه وژغورو. دا بريدونه د بهرنيو استخباراتي کړيو او د هغوی د ملاتړ کوونکو (ترهګرو) لخوا په دې پلمه ترسره کېږي، تر څو افغانستان او افغانانو ته ضرر ورسوي.

محمديار يار د چارو کارپوه

اول بايد ووايم چي پر ملکي تاسيساتو او ملکي اهدافو بريد کول دا خپله يو جنګي جنايت دی او همدا راز پر ديني او مقدسه اماکنو او يا عبادت کوونکو باندي بريد، چي دا بيا په هيڅ يو مذهب کي ځای او هيڅ راز جواز نه لري او حتا د دنيا په هيڅ يو قانون کي جواز نه لري. نو دا کاملا يو جنګي جنايت دی او دا د جنګ د ټولو اصولو څخه خلاف يو کار دی. موږ د افغانستان په تېرو او روانو غميزو کي د داسي ډېرو پېښو شاهدان يو، چي پر لمومنځ کوونکو باندي دغه راز بريدونه سوي، چي وروستۍ پېښه يې له بده مرغه، موږ د ننګرهار د هسکي مېني، د (جودرې) پېښه يادولای سو، چي زموږ يو زيات شمېر بې ګناه او لومونځ کوونکي چي د الله ج په کور کي، په ډېره بې رحمانه ډول په شهادت ورسېدل. بايد ووايم، چي دا پېښه ډېره دردوونکې او تکان ورکوونکې وه، چي تر ډېره يې افغان مسلمان ولس ولړزاوه او ټولو په يوه خوله باندي دا يو جنګي جنايت وباله او تر ټولو جالبه خو لا دا ده چي دا تروريستي ډلي لومړی پر مساجدو او پر عبادت کوونکو بريد کوي او بيا وروسته خپل دغه جنايت ته جهاد نوم ورکوي. بدبختانه بايد ووايم، چي دا لومړی ځل نه دی چي زموږ مقدس ځايونه او عبادت کوونکي په نښه کوي، بلکي موږ او تاسو په افغانستان کي د داسي ډېرو پېښو او غميزو شاهدان يو.



د خلکو ږغ ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t