د حضرت ادریس ( ع) په اړه معلومات د پوښتنې او ځواب په بڼه

د حضرت ادریس ( ع) په اړه معلومات د پوښتنې او ځواب په بڼه

چمتو کوونکی: عطا محمد میاخېل

پوښتنه: د حضرت ادریس ( ع) اصل نوم څه دی او ادریس (ع) ته د ادریس ویلو وجه څه ده؟
ځواب: اصل نوم یې اخنوخ دی او ادریس ورته په دې وجه ویل کېږي، چې ده د ټولو نه لومړی د کتاب درس ورکړی دی.

پوښتنه: هغه کوم کارونه دي ، چې تر ټولو لومړی ادریس (ع) تر سره کړي و؟
ځواب: تر ټولو لومړی په قلم حضرت ادریس (ع) لیکل کړي. د ټولو نه لومړی د علم نجوم عالم حضرت ادریس (ع) دی. په تفسیر خازن کې راغلي دي، چې حضرت ادریس (ع) کالي ګنډونکی ( درزي ) و او حضرت ادریس (ع) د ټولو نه لومړی ګنډلي کالي اغوستي دي، د دې نه مخکې به خلکو څرمنه اغوستله. د ټولو نه لومړی اسلحه جوړونکی او له دښمنانو سره جنګ کوونکی حضرت ادریس (ع) دی. او د ټولو نه لومړی د مالوچو ټوټه حضرت ادریس (ع) اغوستې ده. د ټولو نه لومړی د حضرت ادم (ع) په اولاد کې نبوت حضرت ته ورکړل شوی.

پوښتنه: د نبي کریم (ص) او حضرت ادریس (ع) لیدنه کله او کوم ځای کې ترسره شوې وه؟
ځواب: د نبي کریم (ص) او حضرت ادریس (ع) لیدنه د معراج په سفر کې په څلورم آسمان کې تر سره شوې وه.

پوښتنه حضرت ادریس ( ع) په کوم ځای کې پیدا شوی و؟
ځواب: حضرت ادریس (ع) د مصر د مصف په ښارکې پیدا شوی دی.
دوهم قول دا دی، چې د یونان په یوه ښارکې پیدا شوی دی. ځینو ویلي دي ، چې په بابل کې پیدا شوی دی.

پوښتنه: د حضرت ادریس (ع) څو ژبې زده وې؟
ځواب: په دغه زمانه کې د مصر په ملک کې (۷۲ ) ژبې وې او حضرت ادریس (ع) په دغو ټولو ژبو پوهېده.

پوښتنه: د حضرت ادریس (ع) نبوت څومره سیمې لپاره و؟
ځواب: په کومو ښارونو کې، چې حضرت ادریس (ع) د دعوت او تبلیغ کار وکړ د هغه شمېر لږ تر لږه دوه سوه و.



ادریس ( ع) اسلام
t