د ښرنې سټراټیژیک اصلاحي انکشافي پلان منظور شو

د ښرنې سټراټیژیک اصلاحي انکشافي پلان منظور شو

د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمد جواد پیکار د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکني او د ښرنې ښاروال عبدالکریم ځدران سره په کتنه کې په یاد ولایت کې پر پراختیايي مسایلو خبرې اترې وکړې.

د پکتیکا والي له ښاغلي پیکار وغوښتل:

«د ښرنې ماسټر پلان او د ارګون تفصیلي پلان چارو د چټکتیکا ترڅنګ، دغه ولایت ته د شخصي او دولتي ځمکو او ملکیتونو د تصفیې په هدف د یوه پلاوي یاد ولایت ته ولیږل شي.»

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د ارګون تفصیلي پلان شاوخوا ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوي او د ښاري پروګرام جوړونې عمومي ریاست ته یې دنده وسپارله چې په لنډ وخت کې دې منظوري لپاره چمتو کړي.

سرچینه وايي، محمد جواد پیکار د پکتیکا والي په ځواب کې وویل:

«د جمهور رئیس لارښوونې سره سم، د غصب پر وړاندې مبارزه په چټکه توګه روانه ده او د تصفیې عمومي ریاست ته یې دنده وسپارله چې ژر تر ژره دې د تصفیې یو پلاوی هغه ولایت ته ور ولیږي، څو د تصفیې له لارې دولتي او شخصي ځمکې او ملکیتونه تفکیک او د ورسره د غصب مخنیوی وشي.»

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدا راز اړوندو برخو ته دنده ورکړه چې په ښرنه کې د کډوالو، معلولینو او ښوونکیو ښارګوټو خط اندازۍ لپاره دې درې کسیزه پلاوی هغه ولایت ته واستوي، څو په اړمنو باندې د وېش رسمي لړۍ پیل شي.

نوموړي همدا راز وویل:

«یاد پلاوي دي په ښرنه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدو سرتېرو کورنیو ته دې د یوه ښارګوټي سروې چارې هم ترسره کړي.»

محمد جواد پیکار د دغې کتنې په پای کې د پکتیکا ولایت مرکز د ښرنې ښار سټراټیژیک اصلاحي انکشافي پلان هم منظور کړ.

په دغه پلان کې د پوهنتون ساحه له ۱۶۰ جریبو څخه ۲۵۰ جریبو ته پراخه شوې، د شهیدانو کورنیو او کډوالو ته د ښارګوټو لپاره ځمکې په نښه شوي، د ژوند چاپېریال ښه‌والي په پار صنعتي ساحه د ښار سویل ختیځ ته انتقال شوې او همدا رنګه اداري او تعلیمي کمپلکس او مسلخ ته هم ځمکې په پام کې نیول شوي دي.

 



منظوري پکتیکا ښار ښرنه
t