جګړه ماران د افغانستان له زېرمو ځان تغذيه کوي!

جګړه ماران د افغانستان له زېرمو ځان تغذيه کوي!

حسيب (شفیق)

له هغه وخته چي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي خبري لغوه شوي، د چارو يو شمېر څېړونکي په دې نظر دي، چي دا خبري باید بيرته پیل شي او د تل لپاره ونه درېږي.

د خبرو او مذاکراتو له لاري د افغانستان ۴۰ کلنه لانجه هغه وخت په بریاليتوب سره هوارېدلی شي، چي افغانان پخپله ددې لانجې د حل لپاره آړين کارونه ترسره کړي.

دا چي د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لغوه کېدل د اسلام اباد لپاره له انتظاره لېري وه. خو پاکستان دا غوښتل، چي د امریکا او طالبانو ترمنځ معامله وشي.

تمه وه، چي اسلام اباد ته تلونکی امریکایي پلاوی به د سولي د مذاکراتو په نهایي هوکړه لیک خبري کوي، خو اوس داسي برېښي چي د سولي د موافقې تر یو اړخیزه لغوه کېدو وروسته د پاکستان او طالبانو خپلمنځي آړیکي هم اغېزمني شوي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي خبري، چي نهه پړاوونه يې په قطر کي ترسره شول، د امریکا له لوري زلمي خلیلزاد پرمخ وړلې او تر یوه حده يې پرمختګ هم وکړ، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېري سپټمبر میاشتي په ۸مه نېټه دغه مذاکرات لغوه اعلان کړل.

دا چي ددغو سوله ييزو مذاکراتو مسوده افشا نه شوه، خو ویل کېږي، چي داسي شرایط پکي منل شوي، چي امریکايي پوځیان به د طالبانو له لوري ددې تضمین په بدل کي له افغانستانه وځي، چي ددغه هېواد خاوره به د امریکا او نورو هېوادونو په ضد نه کارول کېږي او طالبان به د افغان حکومت او نورو افغانانو سره خبرو ته کښېني.

امریکا باید کله هم د طالبانو دا غوښتنه پرځای نه کړي، چي افغان حکومت چي د واشنګټن همکار دی، د سولي له خبرو څخه بهر پاتي شي.

شنونکي ټينګار کوي، چي په یو اړخیز ډول او له کوم سیاسي جوړجاړي پرته له افغانستانه د ځواکونو ایستل به ښايي دا هېواد بياځلي خونړۍ جګړې ته ستون کړي، افغان حکومت به کمزوری کړي او د وسله والو پټنځایونه به نور هم ډېر کړي.

په دې وروستيو کي په بدخشان کي افغان امنیتي ځواکونه د زياتو قربانیو او سرښندنو په پايله کي په دې وتوانېدل، چي ددغه ولايت ۳ ولسوالۍ بيرته د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

د بدخشان په يوه لېري پرته سرحدي سیمه کي، چي د تاجکستان، چین او پاکستان ترمنځ پرته ده او په ژمي کي یې د افغانستان د يو شمېر سیمو سره رابطه قطع کېږي، د نورو سیمو په پرتله د جګړې متفاوت ماهیت لري او د افغان چارواکو په وينا، چي په دغه سیمه کي القاعده، طالبان او داعش وسله والي ډلي په ګډه د افغان آمنيتي ځواکونو په ضد جګړه کوي.

افغان چارواکو دغه راز ویلي، چي سلګونه بهرني جګړه ماران له پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هيوادونو څخه د بدخشان په جګړو کي ښکېل دي.

جګړه ماران د افغانستان له زېرمو ځان تغذيه کوي، نو بدخشان هم مهم ستراتیژیک موقعیت لري او ددې ترڅنګ په دغه ولایت کي د طبیعي زېرمو او کانونو موجودیت هم ډېری وخت ددې سبب وي، چي وسله وال جګړه ماران دې سیمي ته پناه يوسي.



افغانستان بډایه زیرمي زیرمي طالب وسله وال معدن معدنونه معدنیات وسله وال

تبصره وکړئ

avatar
t