افغانه ماشومه! / سردارمحمد همدرد

افغانه ماشومه! / سردارمحمد همدرد

ماشومه خپلې مور ته د خپل پلار د مرګ کیسه کوي!

مورې زما پلار یې ولی وواژه؟

مور: زه نه پوهیږم چې ولی وواژې

لور: د هغوی مخان پټ وه

لور:  موری د هغوی سره غټ توپک وو زه یې هم وژلم ما ورته چیغی کړی بیا یې باباجان یې ووژل زه یې پریښودلم

موری زه یوازی وم ته نه وی دوی ولی زما باباجان وواژۍ

موری باباجان بیا به مونږ کورته رانشی؟

که زه غټه شوم چا چې زما باباجان وژلی هغه وهم

موری حکومت او طالبان چیری وه چې زما باباجان یې وواژل

مور: لوری دا وطن اوس مالک نه لری هغه بل ورځ یې په ننګرهار کې د بسته کلۍ خلګ یې په مسجد کې ووژل اوس د سولې خبری پیل سوی دی لوری خدا به پدی وطن رحم وکړی که سوله راغله بیا به ستا د پلار د مرګ پوشتنه به هم وسی

لور: سوله ولی نه راځی؟ چې زه خپل باباجان ووینم .

هیوادوالو زمونږ هر پیښه کربلا ده زمونږ په وطن کې چی څه روان دی دا د هیڅ مذهب نماینده ګی نکوی او نه هم د نړیوالو بشری قوانینو سره.

راځی چې په اخلاص او شه نیت د خدای تعالی په مرسته خپل دغه مظلوم تقدیر بدل کړو نور باید ټول اړخونه خپل ظلم او اشتباهات ومنی فقط د څلویښت کالو لپاره دی وطن ته ډبری ونه غورځوی او د سولې اواز په ټولو جګ کړو.

پای



افغان ماشوم افغان ماشومان افغان ماشومان، پاکستان، ترهګري افغان ماشومه افغانستان افغانه ماشومه لنډه کیسه کیسه

تبصره وکړئ

avatar
t