فرانسه: د موټر د ټکر په پېښه کې ۳۳ کسان ژوبل شوي

فرانسه: د موټر د ټکر په پېښه کې ۳۳ کسان ژوبل شوي

فرانسه کې د فليکس بس کمپنۍ مربوط يو بس اوښتی دی چې پکې ۳۳ کسان ژوبل شوي دي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، په ژوبلو کې د څلورو کسانو وضعيت نازک ښودل شوی دی.

دا پېښه د امينس ښار ته نزدې رامنځته شوې ده او بس له فرانسې لندن ته روان وو.

د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.




t