طالبان بايد د تروريستي ډلو سره اړيکي پرې کړي!

طالبان بايد د تروريستي ډلو سره اړيکي پرې کړي!

نجیب (هیوادیار)

طالبان بايد د القاعده، داعش او نورو نړيوالو تروريستي شبکو سره خپلي اړيکي پرې کړي، تر څو په هيواد کي د جګړې او تاوتريخوالي ګراف راټيټ شي او د سولي خبرو ته لاره هواره شي.

القاعده، داعش او دېته ورته نوري ترورستي ډلي په افغانستان کي د سولي او ملي پخلایني مخنیوی کوي او غواړي د جګړې تداوم ته لمن ووهي.

وسله وال طالبان باید پوه شي، چي که د نړیوالو ترهګرو سره اړیکي پرې نه کړي، نو جګړه به همداسي دوام مومي.

نړیوال ترهګر غواړي افغانستان د جګړې په ډګر مبدل کړي او دلته خوندي پټنځایونه ومومي، خو وسله وال طالبان باید دا ډول وحشي ترهګرو او بې رحمه انسانانو سره مرسته ونه کړي.

وسله وال طالبان باید د داعش او نورو ترورستي ډلو ظلمونو او مقاصدو ته وګوري او پرېنږدي، چي افغانستان یو ځلي بیا د تروريستانو په خوندي پټنځای مبدل شي.

داعش او د هغوی نور حامیان د افغانانو د عقیدې او مذهب پروا نه لري، نه پر افغانانو رحم کوي، د افغانانو د عقیدې خلاف، د هغوی مقدس ځایونه سوځي او یا يې په بمونو الوزوي، مساجد له منځه وړي، د عبادت او د افغانانو د تجمع ځایونه تخریبوي، سپین ږیري، ښځي او ماشومان په ډېر بې رحمانه ډول په شهادت رسوي او غواړي د افغانانو د عقایدو او ۵۰۰۰ کلن تاریخ د محوه کولو لپاره کار وکړي او دا وطن یو ځلي بیا په کنډواله مبدل کړي.

وسله وال طالبان که په رشتیا افغانان وي او خپل د ملت په عقیدې، مذهب او ملي نوامیسو يې خوا بدېږي، نو باید لومړی د القاعدې او داعش تروريستي ډلو سره خپل پرېکون ملت ته ثابت کړي.

داعش تر ټولو خطرناکه نړیواله ترورستي شبکه ده، چي له وحشت، وژلو، سوځلو او زنداني کولو نور هیڅ هم نه پېژني.

دا ترورستي ډله، اسلامي عقايد نه پېژني، دوی فقط د اسلام او مذهب تر عنوان لاندي بېګناه انسانان په شهادت رسوي.

دا وحشي صفته ډله، د نړۍ هیڅ قانون او عقیده نه مني.

وسله وال طالبان باید په دې پوه شي، چي د نړۍ تروریستان دلته د افغانانو د مرستي او همدردۍ لپاره نه دي راغلي، بلکي غواړي افغانان هم دربدره، مهاجر او په سلو رنګونو رنګ کړي.

دا ډلي، تروریزم خپروي، وحشت نشروي او د بېګناه افغانانو د وژلو او ربړولو څخه خوند اخلي.

که د نړۍ تروریستان له افغانستان څخه محوه شي، بیا افغانان تر خپل منځ روغه جوړه کولای شي، لومړی باید دا وحشي څېرې ورکي شي، د دوی سره اړیکي قطع شي، بیا د سولي خبري نتیجې ته رسېږي، خو که داعش، القاعده او امثالهُم نوري د نړۍ یاغي او باغي ډلي دلته شتون ولري، نو د اوسنیو ښکېلو جهتونو تر منځ د سولي توافق ناممکن برېښي.

وسله وال طالبان باید لومړی خپل ملت په دې ډاډمن کړي، چي دوی نور د نړیوالو ترهګرو سره هیڅ ډول اړیکي نه لري، ځکه ملت پوهېږي، چي د سولي د خبرو یو مشکل چي توافق ته نه رسېږي، په هیواد کي همدا د بېګانه او پردیو تروریستانو شتون دی.

دا تروریستي ډلي، هیڅ وخت نه د جکړې خاتمه غواړي او نه هم غواړي چي افغانان کوم داسي توافق ته ورسېږي، چي پر اساس يې جګړه په دایمي ډول ختمه شي.



افغان جګړه افغانستان افغانستان،خبرونه، طالبان، طالبان ليکني او ژباړي وسله وال طالبان

تبصره وکړئ

avatar
t