جګړه ماران د پرديو ګټو لپاره هم ځان وژني، هم بېګناه افغانان

جګړه ماران د پرديو ګټو لپاره هم ځان وژني، هم بېګناه افغانان

ندیم (شفق)

د راپورونو په آساس، د رواني اکټوبر مياشتي په وروستیو کي په چین کي د طالبانو په شمول بین الافغاني غونډه جوړېږي، چي دې غونډي ته افغان حکومت هم وربلل شوی دی، خو افغان حکومت ويلي، چي په دغه غونډه کي ګډون نه کوي.

د بین الافغاني خبرو او د سولي د بهیر داسي مهال بیاځلي پیلېدل ډېر د حیرانتيا وړ مسئله ده، ځکه چي په افغانستان کي د حکومت قانوني موده لاپخوا ختمه شوې او د انتخاباتو څرنګوالي ته په کتو، د نوي حکومت جوړېدل هم په لنډ وخت کي ناشونی برېښي.

دلته له ورایه ښکاري، چي د افغانستان سولي پروسې ته د امریکا لېوالتیا زیاته ده او اوس غواړي چي د افغانستان د سيمه ييزو هيوادونو په همکارۍ ياده پروسه برياليتوب ته ورسوي، ځکه خو په دې آړوند د افغان سولي لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد سفرونه بیاځلي پیل شوي، چي د رواني اکټوبر میاشتي په لومړیو کي يې په پاکستان کي د طالب چارواکو سره هم ليدنه ترسره کړه.

د افغان سولي په پروسه کي د پخوا په څېر د افغانانو رول او اراده د حساب وړ ده؛ خو  د افغان جګړې اصلي لوری طالبان دي، چي بايد ددغي خونړۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره عملي توافق وکړي.

افغانان هغه مهال دایمي سولي ته رسېدای شي، چي دغه پروسه د افغانانو لخوا رهبري شي، ځکه افغانان د باعزته او تلپاته سولي غوښتونکي دي او افغان حکومت هم د خپلو خلکو غوښتني ته ژمن دی.

که څوک سوله کوي، لومړی دي د سولي لپاره د ژمنتیا ښودلو لپاره اوربند وکړي، بیا دي راشي له خپلو ځپل شويو او ځورېدلو افغانانو سره دي سوله وکړي، که نه له دې پرته د قطر، مسکو او یا چین په لوکسو هوټلونو کي له افغانانو سره پټه سوله به کومه مثبته نتيجه ورنه کړي.

هاخوا د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، امریکا کولای شي پرته له دې چي د ترورېزم سره مبارزه زیانمنه شي، په افغانستان کي د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راکښته کړي، چي د چارواکو په حواله، د هغو بهرنيو سرتېرو پرځای چي له افغانستانه وځي، نور تازه دمي سرتېري نه‌ګمارل کېږي.

له تېرو ۱۸ کلونو راهیسي په افغانستان کي د رواني جګړې ډېری برخه قربانیان افغانان، په تېره ملکي وګړي دي.

وسله والو سختدريځو له تېرو ۱۸ کلونو راهیسي د پردیو د اجنډا له مخي په افغانستان کي داسي اور بل کړی، چي لمبې یې هره ورځ د افغانانو وجود سوځوي او له فزیکي او رواني اړخه یې په ایره بدلوي.

پر جوماتونو او نورو مذهبي ځایونو تېرو بریدونو او چاودنو ته په کتو ښایي د هسکي مېني برید هم داعشیانو کړی وي، خو افغان ولسمشر اشرف غني د یاد برید د غندلو ترڅنګ، طالبان ګرم بللي، چي نه یوازي د خپلو هېوادوالو په وړاندي جنګېږي، بلکي په هېواد کي یې نورو ترهګریزو فعالیتونو ته هم لار هواره کړې ده.

دغه وسله والي ډلي په هېڅ ډول د وطن او خلکو د ملي ارزښتونو او ګټو لپاره نه جنګېږي، بلکي یوازي او یوازي د پردیو مزدوران دي او د هغوی د اهدافو او ګټو لپاره هم ځان وژني او هم نور افغانان له منځه وړي.



افغان جګړه افغانستان جګړه ماران خبرونه، کابل، داعش غړی طالبان مقاله، افغان جګړه

تبصره وکړئ

avatar
t