د ارزګان والي له ولسمشر سره د عوایدو راټولولو په اړه وغږید

د ارزګان والي له ولسمشر سره د عوایدو راټولولو په اړه وغږید

د اُرزګان والي د ولسمشر محمد اشرف غني سره د VTC کنفرانس له لاري د عوایدو راټولولو په تړاو خبري وکړې.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، دغه کنفرانس نن سهار د څلورمې پلې لواء کې جوړ شوی ؤ چې د اُرزګان والي محمد شفیق اسد الله سعید په ګډون د ۲۰۵ م اتل قل اردو رئیس ارکان برید جنرال شفیق الله رسول زی، د ملي امنیت مرستیال، د امنیه قومندانۍ مسؤلینو او سرپرست مستوفي رحیم الله هېواد مل هم په کې ونډه درلوده.

ولسمشر غني د عوایدو په راټولو کې د والیانو رول اړین وباله او زیاته یې کړه چې د عوایدو او مالیاتو په راټولو کې دي اړوند مسؤلین خپل کارونه چټک او پاک کار وکړي.

ښاغلي غني امنیتې مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د عوایدو او مالیاتو په راټولولو کې د مستوفیتونو سره خپلې کړني چټکي کړي تر څو د هېواد مو لا هم غني شي.

سرچینه همداراز وايي، د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني د عوایدو او مالیاتو د راټولو په برخه کې جدیتوب په ځانګړې توګه ګمرکونو کې او همدا شان د اداري فساد مخنیوی په روان کال کې د حکومت د عوایدو د لوړېدو اصلي دلیل وباله.



خبرونه د ارزګان والي عواید ولسمشر
t