د بغدادي وژنه او د افغانستان پر ثبات يې آغېز!

د بغدادي وژنه او د افغانستان پر ثبات يې آغېز!

احسان (زهیر)

د داعش د مشر وژنه د افغانستان له ثبات سره مرسته کولای سي، د داعش مشر ابوبکر البغدادي څو ورځي وړاندي د امریکايي ځواکونو لخوا ووژل سو.

ابوبکرالبغدادي یو ډېر بې رحمه شخص وو، چي یو زیات شمېر بېګناه انسانان یې په شهادت رسولي وه، هغه یو ډار اچونکی او وحشت خپرونکی شخص وو، چي بېګناه انسانان به یې په زوره جګړې ته مجبورول او یابه يې په ډېر ظلم سره په شهادت رسول.

ابوبکرالبغدادي د خلافت تر اعلان وروسته د امریکايي ځواکونو او په سوریه کي د هغوی د متحدینو تر څارني لاندي و، چي تېره اوونۍ په یوه تونل کي په نښه اوله منځه یوړل سو.

ابوبکرالبغدادي د سلام په نامه غیر اسلامي او غیرشرعي کارونه کول، هغه اسلام په خپل ګټه تعبیر کړی او تفسیر کړی وو، نوموړي په سوریه، عراق، افغانستان او یو شمېر نورو هيوادونو کي بېګناه او غیر محارب انسانان جګړو ته هڅول.

سیاسي شنونکي او د چارو کارپوهان وايي، ابوبکرالبغدادي یو قاتل او وحشي صفته انسان و، چي دیو زیات شمېر انسانانو په وینو یې لاسونه سره وه.

کارپوهان وايي، د بغدادي وژنه ښايي په افغانستان کي د داعش لیکو د ضعف سبب وګرځي.

داعش په افغانستان کي او سمهال د ماتي سره مخ دی او هره ورځ یې په لسګونو او سلګونو جنګیالي یا وژل کېږي او یاهم افغان دولت ته د تسلمېدو په حال کي دي.

د داعش کتله د ابوبکر البغدادي تر مړیني وروسته سخت ځپل سوې ده، د نړیوال ایتلاف قواوو داعش ته نږدې کس او د نوموړي تروریستي ډلي ویاند هم د ابوبکرالبغدادي تر مړیني وروسته په نښه او له منځه وړی دی.

سیاسي شنونکي د ابوبکر البغدادي مړینه د افغانستان لپاره یو ښه زېری ګڼي، ابوبکرالبغدادي د بېګناه انسانانو د وژلو په ژوندوني سوځلو، حلالولو اوپه دار ځړولو څخه خوند اخیست، هغه د سادیزم داسي ناروغ و، چي هره ورځ یې په سلګونو انسانان وژل.

داعش تر خلافت اعلانولو وروسته سمدستي د بېګناه انسانانو، ښځو، ماشومانو او سپین ږېرو په شمول د خلکو په وژلو لاس پوري کړ.

داعش د افغانستان په څېر په عراق او سوریه کي هم یو زیات شمېر بېګناه انسانان په بمونو والوځول، هغه د خلکو د وژلو هيڅ پروا نه درلوده.

ابوبکر البغدادي د بېګناه انسانانو د وینو داسي تږی وو، چي په معاصر تاریخ کي یې د وحشت او ظلمونو ساری نه لیدل کېږي.

د چارو د کارپوهانو په باور ښايي د ابوبکر البغدادي او د هغه د ویاند مړینه په افغانستان کي له امنیت او ثبات سره مرسته وکړي، ځکه د داعش ډلي مشر ابوبکر البغدادي د نړۍ د امنیت لپاره یو ستر ګواښ ګڼل کېده.



ابوبکر البغدادي افغان جګړه افغانستان داعش مشر

تبصره وکړئ

avatar
t