ښیوه کې د ۱ میلیون او ۶ سوه زره افغانیو په لګښت کانال جوړیږي

ښیوه کې د ۱ میلیون او ۶ سوه زره افغانیو په لګښت کانال جوړیږي

ښیوه یا کوز کونړ ولسوالۍ کې د څه باندې يو ميليون او شپږ سوه زره افغانیو په لګښت د يو کانال جوړولو چارې پيل شوې.

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي؛ کوز کونړ ولسوالۍ سلامپور سیمه کې ولسي تړون له لوري د څه باندې يو ميليون او شپږ سوه زره افغانیو په مالي لګښت د يو کانال جوړولو چارې پيل شوې.

د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې دغه کانال ۳۹۰ متره اوږدوالی لري، چې د دريو مياشتو په موده کې جوړيږي او پنځه سوه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.



افغانستان ښیوه کانال رغول کوزکونړ
t