آيا ټاکني بیا بحران ته ځي؟

آيا ټاکني بیا بحران ته ځي؟

خبریال: شریف (تړون)

ټاکل شوې وه، چي د انتخاباتو کمېسیون د میزان په ۲۷مه د جمهوري ریاست انتخاباتو ابتدايي پایلي اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ښايي د میزان ۶مي د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلي پر خپل وخت اعلان نه شي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون یوه ویاند عبدالعزیز د رسنيو سره په خبرو کي وویل: “امکان شته چي د ابتدايي پایلواعلان وځنډېږي. موږ هڅه کوو چي توري او سپیني رایي، بیومټریک شوې، قرنطین شوې او غیر بیومټریک رايي سره جلا کړو .”

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیومټریکو رأیو ته د اعتبار ورکولو د پالیسۍ له مخي د ۵۰۰ زرو په شااوخوا کي راًیي بې اعتباره اعلان کړې.

ابراهیمي وویل چي د بیومټریک معلوماتو د ثبت له دستګاوو څخه سرور یا د معلوماتو د ثبت مرکزي سیسټم ته د معلوماتو د انتقال پروسه بشپړه شوه. خو د انټرنټ د کمزورتیا له امله دا پروسه هم په ځنډ بشپړه شوې ده.

نوموړي وویل چي اوسمهال سرور ته د قرنطین شوو بیومټریک معلوماتو پر انتقال کار روان دي.

د افغان رأيه ورکونکو ټول شمېر دوه نیم ملیونه کسانو ته نه رسېږي او که تکراري عکسونه او د ګوتو نښي هم ترې حذف شي، نو ښايي دا شمېره تر دوو ميلیونو هم راکمه شي.

د بیومټریک معلوماتو پر اساس ثبت شوي رايي هم تصفیې ته اړتیا لري

هغه زیاته کړه: “د انتخاباتو د ۲۲۵۸۸ محلونو د بیومټریک معلوماتو په اساس، موږ تر اوسه یو ملیون او ۷۳۷۸۷ رایې ګڼلي دي. خو د ۳۹۰۰ محلونو رایي پاتي دي، چي باید تصفیه شي او بیا به د رایې ورکونکو دقیق شمېر اعلان شي.”

د ابراهیمي په وینا، د بیومټریک معلوماتو پر اساس ثبت شوي رايي هم تصفیې ته اړتیا لري چي دا هم ښايي د ابتدايي پایلو په اعلان کي ځنډ پېښ کړي.

ټاکنيز ارقام ښيي، چي په ولایتونو کي تقلب شوی، نو انتخاباتي کمیسیونونه باید دا موضوع جدي ونیسي او کوم کسان چي په دغه تقلب کي ښکيل دي، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د ټاکنوپر پایلو په کورنیو او بهرنیو سیاسي کړیو کي تاوده بحثونه روان دي.

که څه هم د ټاکنيز کمېسیون چاري د ستایني وړ دي، خو د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کي ځنډ ځکه د اندېښنې وړ بلل شوی، چي د میزان د ش۶مې له ټاکنو وړاندي د ټولو ټاکنیزو ټیمونو او د افغانستان د خلکو غوښتنه دا وه، چي د رأی ورکوني مرکزونه دي په بایومټریک سیستم سمبال او هېڅ چاته دې پرته له بایومټریکه د رأی ورکوني اجازه ورنه‌ کړل شي.

ټاکنيز کمېسیون هم د نوماندانو او خلکو دغي غوښتني ته مثبت ځواب ورکړ او ټول مرکزونه ‌یې په بایومټریک سیستم سمبال کړل، چي دغه چاره د ټاکنو په شفافیت کي د پام وړ رول لري، خو بياهم په يو شمېر مرکزونو کي خلکو پرته له بایومټریکه رأیي وکارولې، چي دغه چاره له ټاکلو اصولو سرغړونه او په ښکاره ټاکنیزه درغلۍ کي شمېرل کيږي.

د ټاکنيز کمېسیون د اعلان له مخي نږدې دوه میلیونه بایومټریک لرونکي رأيي د کمېسیون عمومي سرور «ډاټا مرکز» ته داخل شوي، چي دغه شمېر بایومټریکي رأیي د پام وړ او د ټاکنو برخلیک ټاکلی شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې خاص استازي رولاند کوبا په ارګ کي د ولسمشر محمد اشرف غني سره پر ټاکنو خبري کړي دي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، د اروپايي اتحادیې استازي ویلي چي د افغانستان ټاکنیزو کمېسیونونو دا وار زیاته هڅه کړې چي ښه انتخابات وشي.

په کابل کي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي، تادامیچی یاماموتو هم د جمهوري ریاست لپاره له کاندیدانو سره په کتنه کي، د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو د بې پرې او شفاف کار پر اهمیت ټینګار وکړ.

افغانستان له ۲۰۰۱ کال راهیسي د لومړي ځل لپاره داسي انتخابات تجربه کړل، چي د مخکنیو هغو په نسبت پکي د خلکو ګډون کمرنګه و.

دا تصادفي نه وه، چي کمو رأيه ورکوونکو خپلي رأیي استعمال کړي، بلکي دا باید ومنل شي، چي د خلکو ددغه کمرنګه ګډون ترشا نور عوامل پراته دي او خلک له اوږدي مودې راهیسي په تېره بیا د تېرو ۲۰۱۴ کال د ولسمشريزو لانجمنو انتخاباتو له وخته ناخوښ دي، خو دا ځل تر ډېره افغان ولسونه هيله هم لري، چي ټاکني به بحران ته نه ځي.

هاخوا افغانان د ټاکنو ترڅنګ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي مذاکراتو ته هم هيله من دي او ددغو دوه آړخيزو مذاکراتو د بيا پيلېدو هرکلی کوي، خو د طالبانو له چلنده داسي برېښي، چي دا ډله په افغانستان کي د تلپاته سولي راتلو ته ژمنه نه ده.



افغانستان سوله او ټاکنې ټاکني ټاکنې ۱۳۹۸

تبصره وکړئ

avatar
t