د پولیسو عمومي آکاډمي د خپلواکۍ د آتل سترجنرال عبدالرازق په نوم نومول!

د پولیسو عمومي آکاډمي د خپلواکۍ د آتل سترجنرال عبدالرازق په نوم نومول!

خبریال: شفق (افغان)

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان د دفاع د اتل شهید سترجنرال عبدالرازق د شهادت د لومړي تلین په مناسبت جوړو شویو مراسمو کي ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کي چي د لویې جرګې په تالار کي جوړ شوي وو، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، استاد عبدرب الرسول سیاف، د کابینې غړو، د ملي شورا رهبرۍ او غړو او یو شمېر سیاسي شخصیتونو هم ګډون کړی وو.

ولسمشر اشرف غني په دې مراسمو کي پخپله وینا کي، د افغانستان په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ، سترجنرال عبدالرازق د امنیتي ځواکونو یو زړور او رښتینی غړی وباله چي د افغانستان د دښمنانو د دسیسې په پایله کي له هیواد څخه د دفاع په لاره کي په شهادت ورسېد.

ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه، جنرال رازق یو هیوادپاله جنرال او په ټولو ګران و. ټول افغانان، ښځې، نارینه، ځوانان او سپین ږیري هغه د هیواد واقعي سرتېري بولي. هغه زیاته کړه: “زه د هیواد د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه د خلکو د ملاتړ په لاره کي د هغه د اتلولیو او سرښندنو قدرداني او مننه کوم.”

نوموړي وویل: “د شهید ستر جنرال عبدالرازق د سرښندنو په درناوي او د نوموړي د اتلولیو د ژوندي ساتلو په خاطر د افغانستان د پولیسو اکا‌‌‌‌‌‌ډمي د شهید جنرال عبدالرازق په نوم نومول کيږي “.

ولسمشر څرګنده کړه، د جنرال رازق شهادت وښوده چي د پردیو د دسیسو باوجود، افغانانو اوس هم په یوه غږ له هیواد او زړورو سرتېرو څخه په ملاتړ کي خپل یووالی ساتلی دی. هغه تشه چي د افغانستان دښمنانو غوښته چي په لوی کندهار او افغانستان کي به راشي، رانغله او هیڅ وخت به نه راځي. هغه زیاته کړه، جنرال رازق تل د دښمنانو د دسیسو او توطیو پر وړاندې د ودرېدو ټینګار کاوه او دا د ټول ولس ټینګار دی.

هغه د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو د ستاینې ترڅنګ وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو وینې نه دي ضایع شوي، د دوی قرباني د دې لامل شوې چي موږ د ولسواکۍ له یوې لویې ازموینې بریالي و وځو. زموږ د ولسواکۍ او جمهوري نظام پر وړاندې د ګواښونو، اندېښنو او توطیو باوجود، امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل د جمهوري ریاست ټاکنو امنیت په ښه ډول تامین کړي.

د جنرال رازق وژني په کورنۍ او نړيواله کچه غبرګونونه له ځانه سره لرل.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړه، زموږ زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سږ کال د دښمن د لویو بریدونو څلور څپې وځپلې او ناکامې یې کړې. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د اساسي قانون، ملي ارزښتونو او خپلواکۍ ساتونکي دي.

د هغه په خبره، افغانانو د طالبانو د مستقیمو ګواښونو او بې باوره سیاسي فضا باوجود د تلې په ۶ په ټاکنو کي ګډون وکړ او د جمهوري نظام د دوام او معنی داره سولې ته د رسېدو لپاره یې خپله قوي اراده وښوده.

د هغه په وينا، افغانان او دولت د پایداره او باعزته سولې غوښتونکي دي او سولې ته د رسېدو لپاره خپلو ټولو هڅو ته ژمن دي. ولسمشر وویل:” د ولسمشر په توګه سوله تل زما لومړیتوب دی. سوله د افغانانو اصلي غوښتنه ده او د افغانستان حکومت یې تحقق ته ژمن دی.”

ولسمشر په خپلو خبرو کي زپاته کړه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په تېرو پنځو کلونو کي د دوامداره هڅو په پایله کي سوله په یوه ملي بحث بدله کړې ده. خلکو تر بل هر وخت د جګړې د پایته رسېدو او د پایداره سولې راتلو ارزښت ډېر احساس کړی دی. هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت سوله یوه ملي پروسه بولي او تل یې هڅه کړې چي په دې برخه کي هر اړخیز ګامونه پورته کړي.

ده په ټینګار سره وویل، د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیق کوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې فیصلو ته په احترام قایل دی او د افغانستان د خلکو او دولت په مالګیت د دې جرګې له لوري د وړاندیز شوې تګلارې تعقیب خپل مسوولیت بولي.

ولسمشر داهم اضافه کړه، چي سوله د افغان ملت تر ټولو مهمه غوښتنه او د حکومت بنسټیز مسوولیت دی، د افغانستان حکومت به د ملي ارزښتونو، ملي او لوړو ګټو په چوکاټ کي په ټول عقلانیت او د خلکو په ځانګړي ډول د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنو پر بنسټ، دغه ملي بهیر پر مخ وړي.

شهيد سترجنرال عبدالرازق آڅکزی په ۱۳۵۸ لمريز کال د کندهار په سپين بولدک کي زېږېدلی وو. هغه په ۲۰۰۲ م کال کي د افغانستان امنيتي ځواکونو ليکو ته ورګډ شو او هغه مهال يې په سپين بولدک ولسوالۍ کي د پاکستان سره پر پوله د سرحدي پوليسو د قومندان په توګه دنده ترسره کوله. وروسته په ۲۰۱۱م کال کي د کندهار د هغه وخت د امنيه قومندان خان محمد مجاهد تر وژل کيدو وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

د جنرال رازق وژني د افغانستان او نړۍ په کچه غبرګونونه له ځانه سره درلودل. په ځينو ولايتونو کي د هغه په درناوي واټونه د هغه په نوم ونومول شول او په وروستيو ورځو کي په کندز ښار کي هم د جنرال عبدالرازق په نوم يو څلور لاري پرانيستل شو.

د هيواد د خپلواکۍ آتل شهيد سترجنرال عبدالرازق آڅکزی يو کال وړاندي د مېزان په ۲۶مه د کندهار د پخواني والي زلمي ويسا د يوه ساتونکي په بريد کي ترور شو.

شهيد سترجنرال عبدالرازق اڅکزی يو له هغو تکړه، پياوړو او زړه ورو افغان پوځي افسرانو څخه وو، چي د پاکستان او طالبانو په ضد يې ډير تُند او سخت درېځ درلود او څو ځله طالبانو پرې بريدونه هم کړي وو.

که څه هم د جنرال رازق د وژني پړه طالبانو پرغاړه واخيسته، خو افغان حکومت اعلان وکړ، چي پاکستان د نوموړي په وژلو کي مستقيم لاس درلود او بريد په چمن کي پلان شوی و.



افغان اتل افغانستان جنرال رازق خپلواکۍ اتل پولیسو اکاډمي

تبصره وکړئ

avatar
t