سترګې دې مه اړوه تږی زړه مې مري درپسې / جلان

سترګې دې مه اړوه تږی زړه مې مري درپسې / جلان

پوهیږم نه خو دا منظر راباندې ښه لګیږي

یوه بلینډه د شپې په هاغه پورې غره لګیږي

سترګې دې مه اړوه تږی زړه مې مري درپسې

دغه ګرمۍ وهلي فصل ته اوبه لګیږي

ښایست خو ډیر دی خو چې تاته راغلم درک وکړه نو

په هر یو قبر خو لالیه شمعې نه لګیږي

خدایزده چې ولې زما دنګه ځواني نه خوښوي؟

ګنې لمده اوړه خو ډیر ښه په تناره لګیږي

یو وخت میینه وم غزلې مې لوستې دجلان

اوس یې چې هم نوم واورم خوږ راباندې ولګیږي




t