پاکستان ډبره غورځوي، لاس تر شا نيسي!

پاکستان ډبره غورځوي، لاس تر شا نيسي!

خبریال: نورالله (ذهین)

افغان آتلو او مېړنيو سرحدي سرتېرو تېره اوونۍ يوځلي بيا د پاکستان ملېشه يي او نمايشي پوځ په ګونډو او له افغان خاوري څخه يې په داسي حال کي ذليل وشاړه، چي غوښتل يې افغان خاوره لاندي کړي.

د افغان خاوري، ولسونو، غرونو او رغونو زړه ور سرحدي سرتېري هغه مهال د کونړ په ناړۍ ولسوالي کي ددغه بې رحمه پوځ په ضد جګړه پيل کړه، چي غوښتل يې په افغان خاوره کي خپلي پوستې ايجاد کړي.

افغان مقاومو او زړه ورو سرحدي پوځيانو بياځلي له افغان خاوري څخه د خپل تن په قيمت ننګه او دفاع وکړه او پاکستانيو متجاوزينو ته يې غاښ ماتوونکی شکست ورکړ، چي پاکستان سمدستي د شپږو تېري کوونکو په ګډون د خپلو ۱۱ نورو پوځيانو مرګ ژوبله هم ومنله.

افغان چارواکي وايي، پر ناړۍ ولسوالي د پاکستاني وحشي پوځ راکټي بریدونو ځايي عامو وګړو ته‌ هم مرګ ژوبله آړولې ده.

ارگ د پاکستان پر حکومت ږغ کړی، چي پر افغان خاوره دي له راکټي بریدونو لاس واخلي او زياته کړې يې ده، چي افغان آمنيتي ځواکونه د هر «یرغلګر اقدام» د ځواب ویلو جوګه دي.

پاکستان له کلونو راهیسي نه یوازي په افغانستان کي د خپلو متحدينو په مټ پر بېگناه افغانانو اور بل کړی، بلکي په ځلونو يې پر افغان خاوره تېری هم کړی او لاهم دغه کار دوام ورکوي، چي عواقب به يې ددغه هيواد په منزوي کېدو تمامېږي.

د ځایي چارواکو په خبره دغه توغندي پر کورونو، ښوونځیو او يوه روغتون لګېدلي دي، چي پکي د ښځو او ماشومانو په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

افغان آتلو او مېړنيو سرحدي سرتېرو پاکستانۍ ملېشه په ګونډو کړه

کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، په دوو ورځو کي پر ناړۍ ولسوالۍ د پاکستان د سخت زړي پوځ د وېشتل شویو توغنديو شمېر سلګونو ته رسېږي، چي د مرګ ژوبلي ترڅنګ د سیمي یو شمېر اوسېدونکي له خپلو کورونو هم بې‌ځایه شوي دي.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب وايي، د کونړ په ناړۍ کي جګړه د پاکستان د خودخواهۍ نتیجه ده او افغانان به د خپل حریم او خاوري د ساتلو لپاره په جدیت مبارزه وکړي.

هاخوا په واشنګټن کي د وېلسن نړیوال تحقیقاتي مرکز د کارپوه مایکل کوګلمن ويلي، چي د افغانستان او پاکستان دوو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ شخړي په زیاتېدو دي.

کوګلمن چي په ياد مرکز کي د جنوبي آسیا د برخي متخصص دی، وړاندي وايي، چي د افغانستان د انتخاباتو نتیجه ځنډېدلې، د افغانستان راتلونکی سیاسي وضعیت روښانه نه‌دی او د سولي د خبرو راتلونکی هم تر سوال لاندي دی.

د هغه په باور، په داسي بې‌ثباته وضعیت کي د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ نښته ښه پېښه نه ‌ده.

خو پاکستان هرځل ډبره غورځوي، لاس تر شا نيسي او داځل يې هم ددغي پېښي په تړاو تراوسه څه نه دي ویلي.

په وروستي ځل د وږي/سنبلې په میاشت کي د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان لخوا راکټي بریدونه وشول، چي درې افغان ماشومان پکي ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

هغه وخت د کونړ چارواکو ویل، پر دانګام ولسوالۍ په يوه مياشت کي تر ۷۰۰ ډېر توغندي ویشتل شوي دي، نو ددې سره سم افغان حکومت هم ملګرو ملتونو ته خپل شکایت لیک ولېږه.



افغانستان ناړۍ ولسوالي پاکستان پاکستان بریدونه پاکستان راکټونه کنړ کونړ

تبصره وکړئ

avatar
t