کربلا کې د ايران پر کونسلګرۍ بريد شوی

کربلا کې د ايران پر کونسلګرۍ بريد شوی

عراق کې لاريونوالو د ايران پر کونسلګرۍ بريد شوی دی، د رسنيو د راپورونو په حواله، لاريونوال له څه مودې راهيسې د فساد او بې روزګارۍ په اړه اعتراضونه پيل کړي دي.

دغه راز لاريونوال دا نيوکه هم کوي چې ايران د عراق په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.

د راپورونو له مخې، اعتراض کوونکو په کربلا ښار کې د ایران د کونسلګرۍ بېرغ ښکته کړی او پر ځای یې د عراق ملي بیرغ لګولی دی.




t