نوی ايفون په ټيټه بيه

نوی ايفون په ټيټه بيه

د ايفون نوي بڼې له راتلو سره سم يوه اندېښنه دا وه چې د دغه ډول ځيرک مبايل رانيول د هر چا د وس خبره نه وه، خو اوس ياده کمپنۍ داسې ايفون بازار ته وړاندې کوي چې بيه به يې ډېره ټيټه وي.

د امریکايي رسنیو د مالوماتو له مخې، د «ایفون‌ايس‌ای دوه» په نوم د دې ځیرک موبایل په اړه ډېر جزيیات نه ‌دې خپاره شوي، خو ویل کېږي د ۲۰۲۰ مېلادي کال په مارچ میاشت کې بازار ته راووځي چې په پیل کې به یې بیه ۳۹۹ امریکايي ډالره وي.

په دې موبایل کې به شاتنۍ دوې کمرې لګول شوې وي چې هره یوه به یې ۱۳ مېګا پکسله وي او مخامخ کامره به یې ۱۲ مېګا پکسله انځور اخلي.




t