د هسکې مینې لپاره پراختیايي پلان جوړ او د تطبیق غونډه یې وشوه

د هسکې مینې لپاره پراختیايي پلان جوړ او د تطبیق غونډه یې وشوه

د ننګرهار ولایت مقام له لورې د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره پراختیایي پلان جوړ او د تطبیق په موخه د ولایتي او مرکزي مسؤلینو غونډه وشوه .

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره پراختیایي پلان د تطبیق په موخه د نوموړي په مشرۍ ولایتي مسؤلینو او د امنیت شورا د رياست سلاکار سرور احمدزي په مشرۍ د ۱۴ وزارتونو معینانو او استازو ترمنځ ګډه غونډه وشوه .

ښاغلي میاخېل وویل:

«په دې جوړ شوي پراختیايي پلان کې یې ۴۲ پروژې ځای پر ځای کړي چې لنډمهال،منځمهال او اوږد مهال کې به تطبیق شي.»

هغه زیاته کړه، په دې پروژو کې د سړکونو جوړول،د څښلو پاکو اوبو څاه ګانې کیندل،د جنګونو له امله وران شویو کورونو جوړول،وروستۍ پېښې قربانیان حج ته لیږل او ورته د استوګنې نمرې ورکول،د لېسو او جوماتونو لپاره د ودانیو او یو شمیر پولونو جوړول، سړې خونې،استنادي دیوالونه،د چرګانو فارمونو او روغتیایي مرکزونو ودانۍ،د میوه لرونکو باغونو او نورو ځنګلونو بیا را ژوندي کول او یو شمیر نورې پروژې شاملې دي .

نوموړي وویل:

«د جودرې، شابیوـ هزار ناو خوړ، ګورګورۍ، پاپین، کلاشیخ، رواګي، ګاڼي کلی، خیره خیل، جمال خیل، شاتوالی، بهادرخیل، مریز کنډو، سرو میرانو، مورګۍ، معین کڅ، شپولې، نرۍ اوبو، عبدل بابا، چینو کلی او یو شمیر نور د هسکې مینې ولسوالۍ هغه سیمې دي چې وړاندیز شوې پروژې به په کې تطبیق شي »

د دې غوندې په ترڅ کې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، هغه پروژې چې په ولایتي کچه امکانات وی، د خپلو رئیسانو سره به یې وخت په وخت تعقیب کړي او د هسکې مینې د ولسي خلکو له لورې جوړې شوې کمیټې سره به یې په اړه مالومات شریک کړي .

یاده ناسته کې د افغانستان د امنيت شورا رياست سلاکار سرور احمدزي وویل،په مرکز کې به وخت په وخت له اړونده وزارتونو سره د هسکې مینې پروژې تعقیب کړي،همدا راز به راتلوونکې اونۍ د ترسره شویو اجراتو په اړه ناسته هم وکړي.

هغه زیاته کړه:

«د مالیې وزارت معین به هم ناستې ته راوبلی،ترڅو هغه پروژو لپاره بودیجه ځآنګړي کړي چې اړونده وزارتونه یې نلري خو ډاډ یې ورکړ چې د خلکو غوښتنې او د ولسمشر ژمنې به عملي کړي.»

سرچینه وایي، د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره د څښلو اوبو لمریزې شبکې،یو شمیر ښوونځیو او جوماتونو ته د ودانیو جوړول،د ابوبکر صدیق جامع جومات جوړول،د ولسوالۍ څخه د جودرې کلي پورې د سړک جوړول،د جودرې ابتدایه ښوونځي تعمیر جوړول،د شابیو او هزار ناو خوړ د پاسه اساسي پول جوړول،د ګورګورۍ د شمي چم د لیسې تعمیر جوړول،د ګورګورۍ بازار ته څېرمه د پل اساسي جوړول، شابیو، ګورګورۍ او پاپین کې د سربندونو جوړول،د پاپین لیسې تعمیر جوړول، د ګورګورۍ څخه تر کلاشیخ پورې د سړک اساسي جوړول په سيمه کې هغه مهمې غوښتنې دي، چې ډېر ژر به يې چارې پيل شي.



راپور غونډه هسکه مینه پراختیايي پلان
t