مایکروسافټ او د آمریکا حکومت! رحمت الله حلمیار

مایکروسافټ او د آمریکا حکومت! رحمت الله حلمیار

ژباړن: رحمت الله حلمیار

دا چي ټکنالوژيکي شرکتونه يوبل سره سيالي کوي، په دې لړ کي مایکروسافټ هم د آمریکا حکومت لپاره په وريځ کارېدونکي پر نویو عصري کمپيوټرونو چمتو کولو کارکوي.

اوسمهال د آمریکا حکومت ډېر زاړه او پخواني کمپیوټران کاروي، کوم چي د ۱۹۸۰م او ۱۹۹۰م کلونو ترمنځ جوړ شوي دي، خو اوسني حکومتي کارکوونکي نوي عصري او پرمختللي کمپیوټران غواړي.

په دې برخه کي مایکروسافټ او آمازون دوه ټکنالوژيکي شرکتونه سيالي کوي، چي د خلکو په آند، ښايي آمازون دغه سيالي وګټي، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ بيا د آمازون شرکت د مشر په وړاندي وايي، چي مایکروسافټ کمپنۍ ددغه سيالۍ ګټونکې ده.

ولسمشر ټرمپ وايي، که دغه سيالي مایکروسافټ وګټي، نو د آمریکا حکومت کولای شي د راتلونکو ۱۰ کلونو لپاره د مایکروسافټ شرکت سره په ګډه کار وکړي او د امریکا حکومت به دغه شرکت ته ۱۰ میلیارد آمریکايي ډالره تادیه کړي.

ياد دوه شرکتونه په ټکنالوژيکي نظام کي د نوي آبري سيسټم په رامنځ ته کولو سره يوبل سره سيالي کوي، خو لا معلومه نه ده، چي کوم شرکت به ګټونکی شي، خو ګټونکی به هغه وي، چي خلک يې نوي پرمختګونه غوره وګڼي.



آمازون امریکا حکومت ساينس او ټکنالوژي مایکروسافټ

تبصره وکړئ

avatar
t