لغمان: د ملي پوليسو کورنيو ته ۳ ميليونه افغانۍ مرسته وشوه

لغمان: د ملي پوليسو کورنيو ته ۳ ميليونه افغانۍ مرسته وشوه

د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې نن د لغمان ولايت د امنيه قومندانۍ مشرتابه د ملي پوليسو د شهيدانو له ۱۵ کورنيو سره د درې ميليونه افغانيو په ارزښت چې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ زرو افغانۍ ځانګړې شوې؛ مرسته کړې ده.

سرچینه وايي، ياده نقدي مرسته د کورنيو چارو وزارت لخوا د ملي پوليسو د شهيدانو کورنيو ته د وېشل شويو ځمکو د رغولو په هدف ځانګړې شوې وه.



شهیدان لغمان مرستته ملي پولیس
t