د غزني، بامیانو او فاریاب والیانو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل

د غزني، بامیانو او فاریاب والیانو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل

د بامیانو، غزني او میدان وردګو والیانو د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه؛ له جمهور رییس سره د خپلو لیدنو جزییات د دوشنبې په ورځ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پرمهال بیان کړل.
د بامیانو والي وویل، چې بامیان د افغانستان له امن لرونکو ولایتونو څخه دی او په کلني ډول د زیاتو فرهنګي پېښو شاهد دی.
محمد طاهر زهیر زیاته کړه، چې هر کال په دغه ولایت کې د ۱۵ او ۱۶ ترمنځ فرهنګي جشنوارې جوړېږي او د کورنیو ګرځندویانو کچه مخ پر زیاتېدو دی.
هغه دې ته په ټینګار سره چې بامیان د تخمونو د تولید وړتیا لري، زیاته کړه: سږکال په دغه ولایت کې د کچلو د تولید کچه ۳۸۰ زره ټنه ته رسېدلې ده.
نوموړي په بامیانو ولایت کې د پوهنې او لوړو زده کړو وضعیت وستایه او ویې ویل چې دغه ولایت په وروستیو درې کلونو کې د سواد زده کړې په برخه کې هم لومړی مقام خپل کړی دی.
د غزني والي هم په دغه ولایت کې هوایي، ځمکنیو او کومانډو ځواکونو د عملیاتو د دوام په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د روان کال له پیله تر دې مهاله د ۵۷ سرګروپانو په ګډون؛ ۱۶۰۰ کورني او بهرني ترهګر وژل شوي، ۲۶۰ نور یې ټپیان او دغه راز ۴۵ نور یې د امنیتي ځواکونو لخوا ژوندي نیول شوي دي.
وحیدالله کلیمزي وویل، د ده یک، خواجه عمریو او جغتو ولسوالۍ چې د طالبانو په کنټرول کې وې؛ په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ازادې شوې دي.
هغه وویل، چې مرکز ته د پنځو ولسوالیو نښلوونکې لارې پرانیستل شوې دي، د غزني- زابل د لویې لارې په اوږدو کې امنیتي ګواښونه له منځه تللي او د اخاذیو مخه نیول شوې ده.
د غزني والي د ښې حکومتولۍ په برخه کې د پرمختګونو په اړه وویل خلک اوس دمالکیت احساس کوي او نظرونو ته یې اهمیت ورکول کېږي.
هغه وویل په غزني کې ۸۰۰ پراختیایي پروژې تر کار لاندې دي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د یو شمېر نورو کار دوام لري.
دغه راز د غزني والي وویل، چې ښوونځي، پوهنتونونه او انسټیټوټونه د نجونو او هلکانو پر مخ خلاص دي او په دې برخه کې هېڅ ډول اندېښه شتون نلري.
په ورته وخت کې د فاریات والي، نقیب الله فایق وویل چې د دغه و لایت وضعیت د پخوا پرتله ښه شوی دی.
هغه وویل چې په ادارو کې د ځوانانو رول پیاوړی شوی دی او قانون پر ټولو یو شان پلی کېږي.
فایق، د تېرو ۱۶ میاشتو پر مهال په دولتي ادارو کې دښځو ګډون مخ پر زیاتېدو وباله او ویې ویل چې اوسمهال د فاریاب ولایت په دولتي ادارو کې ۴۰۰ ښځې پر دندو بوختې دي.
هغه دغه راز وویل چې د امنیت او کاروبار له اړخه د میمنې ښار، له امن لرونکو ښارونو څخه دی او له اداري فساد سره په کلکه مبارزه روانه ده.
د فاریاب والي وویل چې په تېر کې ناامني له اساسي ننګونو څخه وه؛ خو زیاته یې کړه چې په وروستیو شپږو میاشتو کې دښمن ندی توانېدلی چې لږ تر لږه یوه پوسته سقوط کړي.
هغه وویل چې طالبان هره ورځ تر ځمکنیو اوهوایي بریدونو لاندې نیول کېږي او سخت ځپل کېږي.
فایق وویل که څه هم دالمار، ګرزېوان او کوهستان په ولسوالیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له کورنیو سره د بهرنیو اتباعو؛ په ځانګړې توګه طاهر یولداش ته د وفادارو کسانو د شتون په اړه راپورنه شته؛ خو زیاته یې کړه چې د هغوی د پېژندنې او ځپلو په موخه پرله پسې هوایي عملیات دوام لري.




t