میدان وردګ: له پولیسو په عاید ټولولو کې مرسته وغوښتل شوه

میدان وردګ: له پولیسو په عاید ټولولو کې مرسته وغوښتل شوه

د میدان وردګو مرستیال والي انجنیر تاج محمد عمري په اونیزه ادارې غونډه کې له رییسانو او په ځانګړي ډول له امنیتي مسؤلینو وغوښتل: د عوایدو په را ټولولو کې د مستوفیت له ادارې سره مرسته وکړي، همدارنګه نوموړي زیاته کړه: د عوایدو راټولول او مالیه ورکونه د نظام بقآ تضمینوي.
مرستیال والي انجنیر تاج محمد عمري دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې مالیې وزارت د میدان وردګو ولایت ته ۳۳۰ میلیونه افغانیو عوایدو راټولو هدف ټاکلی، چې تر اوسه د مستوفیت ادارې د تلې میاشتې تر اخیره ۲۰۱ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
د غونډې په پای کې ادارو رییسانو د خپلو کړنو او فعالیتونو اونیز راپور له ولایت مقام سره شریک کړ او د راتلوونکي اونۍ لپاره لازمې سپارښتنې وشوې.




t