مختلفو ولایتونو کې د نجونو د روغتیا ساتنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

مختلفو ولایتونو کې د نجونو د روغتیا ساتنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د لغمان د پوهنې ریاست لخوا د نجونو د روغتیا ساتنې نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترځ کې ولمانځل شوه.
په هغه غونډه کې د لغمان ولایت دمرکز اړوند د مهتر لام ښار د حیدر خانو د نجونو په ښوونځي کې جوړه شوي وه ، د نوموړي ولایت دپوهنې رییس عبدالله حمیدی ، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو ، د یونیسف اداري مسوولینو ، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د پوهنې رییس په خپلو خبرو کې نجونو زده کوونکو ته وویل چې د هر ځه نه مخکې باید خپلې حفظ الصحې ته پام وکړي د پوهنې رییس د سالم ځوان ساتلو په اهمیت ټینګار وکړ ، چې صحي انسان سالمه ټولنه رامینځته کوي. هغه د ځوانانو د ساتنې په اړه د پوهاوي ارزښت ارزښتناک وباله
په ورته وخت کې ، د عامی روغتیا ریاست استازی او نورو ویناوالو دروغتیا اوحفظ الصحه په اړه ویناوې وکړي .
غونډه د روزنیزو برنامو او د رسنیو پراخه پوښښ سره پای ته ورسیده.

د یو بل خبر له مخې:
د کندهار د پوهني ریاست د روغتیا مدیریت او یونسیف ادارې لخو دنجونو د روغتیا نړیواله ورځ د يوې غونډې په ترځ کې د زرغونې انا اول نمبر لېسې په جمنازیوم کې ولمانځل شول .
په یاده غونډه کې د پوهني ریاست استازي فیض الله صلحي، د ولایت مقام مشاویري ډاکټر عزیزې وطنوال، د عامي روغتیا ریاست څخه ډاکټر احمدالله فیضي، ډاکټر نورالالهي رحماني، ډاکټر فرشته باور، د پوهني ریاست د روغتیا مدیریت استازې ډاکټر اسما بارکزی او د یونسیف مؤسسې استازو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی و .
د پوهني ریاست استازي فیض الله صلحي د خپلو خبرو پرمهال د انجونو خاصتآ د زده کوونکو روغتیا ته د خاصي پاملرني او په اړوند برخه کي د سهولت برابرولو په موخه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او یادونه یې وکړل چي د پوهني ریاست زده کوونکو ته د تدریس ترڅنګ د هغوی روغتیا ته خاصه پاملرنه کړي ده او د دوی د پاره یې ټولي هغه اسانتیاوي چي ورته اړتیا لیدل کیږي چمتو کړي دي ترڅو وکولای سي په مناسب ماحول کي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي
وروسته په وار سره ډاکټر عزیزې وطنوال، ډاکټر احمد الله فیضي او ډاکټر اسما بارکزی د انجونو د امراضو خاصتآ (M,H,M) په اړه خپل معلومات او په یاده برخه کي د لازمو اقداماتو په اړه بحث او خبري اتري وکړې یادو ویناوالو د پوهني ریاست څخه مننه وکړل چي د زده کوونکو روغتیا ته یې خپله پاملرنه زیاته کړي او دوی ته یې د عامه پوهاوي ترڅنګ وقایوي اقدامات په نظر کي نیولي دي ترڅو د امراضو په مقابل کي یې معلومات ترلاسه کړي او وقایه شوي وي
دغه راز د زده کوونکو لخوا د موضوع په تړاو ترتیب شوي مقالې ولوستل شوې د غونډې په وروستیو کي هغو ښوونکو او زده کوونکو ته چي په خپلو ښوونځیو کي یې روغتیايې ټیمونه جوړ او تقویه کړي ستاینلیکونه او تحفې ورکول شوه .

همدا شان:
د هلمند پوهنې ریاست اړوند د روغتیا مدیریت له لوري د لښکرګاه ښار په سي تري ښوونځۍ کي د نجونو د روغتیا ساتني ورځ ولمانځل شوه.
په لمانځغونډه کي د هلمند پوهنې ریاست د روغتیا مدیر امیرالله شریفي، د یاد ریاست د ساتني او خوندیتوب مدیر شاه ولي وردګ په ګډون د بیلابیلو ښوونځیو ښوونکو او ګڼو زده کوونکو پکښې برخه درلودل.
د روغتیا مدیر امیرالله شریفي د نجونو پر حفظ الصحې پر مراعت ټینګار وکړ، او له ټولو ګډونوالو یې غوښتنه وکړه تر څو د ژوند په ټولو پړاونو حفظ الصحې ته پاملرنه وکړي.
د یادولو ده چي تر دې وړاندي هم د یاد مدیریت له لوري د حفظ الصحې په اړه ښوونځیو کي عامه پوهاوی ترسره شوی دی.




t