لغمان: کوچیانو ته د شوملو او مستو د پروسس وسایل ورکړل شول

لغمان: کوچیانو ته د شوملو او مستو د پروسس وسایل ورکړل شول

لغمان کې د کوچیانو ۵۰ کورنیو ته د شوملو(تروو) او مستو د پروسس روغتیایي وسایل وویشل شول۔

د لغمان د رسنیو دفتر ویلي؛ د یادو وسایلو تر ویش وړاندې د کوچیانو په امریت کی غونده جوړه شوې وه چی پکې د ولایت مقام استازي روښان ساپي د کوچیانو امر محمد قاهر تره خیل د افغانستان لپاره د هالند کمیټې د کرنې د برخې مسول فریدون قیومي او ګڼو کوچیانو او سرخیلانو ګدون درلود.

افغانستان لپاره د هالند کمیټې د کرنې د برخې مسول فریدون قیومي وویل دغه پروګرام د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا چې زمونږ موسیسه یی تطبیقونکی ده پرمخ ځی ده زیاته کړه پخوا به کوچیانو د غړکو په وسیله د شوملو او مستو پروسس کوه اوس چی کوم وسایل پردوی ویش کیږي په روغتایي برخو سمبال دي، چې په اسانۍ سره کولای شي خپل محصولات بازار ته وړاندې کړي .

سرچینه وايي، د ولایت مقام په استازیتوب روښان ساپي وویل، ولایتي اداره کوښښ کوي چې د کوچیانو د ټولو ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړي.

هغه زیاته کړه؛ ولایتي ادارې هڅې کړي ترڅو د کوچیانو لپاره اغیزمن خدمات ترسره ترڅو ددوی مالداري پیاوړې او ستونزې یې حل شي.

په ورته مهال ټولو کوچیانو له ولایت مقام او اړوندې موسیسې څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې د مستو او شړومبو د پروسس د وسایلو مرسته ترسره کړه.



لغمان ماشینونه کوچیان
t