موږ کبرجن او تظاهر کوونکي یوو

موږ کبرجن او تظاهر کوونکي یوو

نسبت اروپایانو ته موږ افغانان منحیث القوم کبرجن او تظاهر کوونکي خلک یوو. د دې ډيرې بیلګې شته. یو مثال یې ایرانی لیکوال حسن نراقي په خپل اثر جامعه شناسي خودماني کې لیکي چې ایرانیان د میلمه لپاره بهترینه کوټه، فرنیچر او ظروف ځکه انتخابوي چې دوۍ غواړي تظاهر وکړي. خلکو ته ښيي چې زه دا شیان لرم. موږ هم همداسې یو. ډير خلک خپله په نکلي قابونو کې ډوډۍ خوري میلمه ته یې یو سيټ پورشلین اخیستي وي. بله بېلګه یې فیسبوک دی. زه یو بل اکاوڼټ هم لرم د دې ځای خلک راسره په کې دي. دلته اکثره خلک چې عکسونه پورته کوي، په عادي کالو کې وي، عادي ځای وي ممکن له خوبه پآڅېدلي وي مګر موږ عکسونه عموماً پر مناسبتونو ورکوو، ډيرو خلکو سره یوو، ښه کالي مو وي، ایفون راسره وي یا مو موټر په خوا کې وي. موږ ولې داسي یوو. د سید جمال الدین ځواب دا دی چې په اروپآ کې اسلام شته خو مسلمان نه او موږ مسلمانان یو خو اسلام را کې نشته. البته یاد ځواب چون ریتوریکي لحاظ ویل شوی که نه سید خپله هم پوهیده چې ناسم دی. ځکه دا ډيره غلطه ده چې ګویا موږ خراب او اروپایان ښه خلک دي.

تحلیلي ځواب دا دی چې موږ کبرجن او تظاهر کوونکي ځکه یو چې موږ په یو نابرابره ټولنه کې يو ځکه چې زموږ په ټولنه کې د انسان ځای او منابع د ظروفو او جامو په اساس ویشل شوي. په اصطلاح زور او زر موږ ته مهم دی نه انسان. ډير خلک وايي پلانی کبرجن دی مګر که تاسو ترې وپوښتۍ څه کبر یې کړی، نه یې شي ویلای ځکه کبر تشریح کېږي نه، بلکې احساس کېږي. کبرجن سړی ځکه زموږ نه خوښېږي چې موږ ته د کمترۍ او نابرابرۍ احساس راکوي او زموږ په ټولنه کې دا کار ځکه ډير دی چې زموږ په ټولنه کې نابرابري ډيره ده. موږ له دې نفرت لرو چې غریب ښکاره شو. کور کې مو هر څه وي میلمه ته دا ښیو چې موږ پيسه دار یو او دا کار ځکه کوو چې زموږ په ټولنه کې نه د غریب قدر شته او نه یې څوک غږ اوري. البته دا کار غیر شعوري کوو او دا د سلګونو کلونو سلسله ده. اروپایان ځکه زموږ په نسبت کبرجن نه دي ولې چې دلته کبر او تظاهر بې مانا دی. که حجاب کې یې که برزو دې اغوستي وي او که قیمتي پتلون دې اچولي وي، دولتي ادارې او ټولنه تاسره یو ډول برخورد کوي مګر افغانستان کې داسې نه ده. همداسې ایفون او موټرې دلته بې مانا دي ځکه یو خو یې هر سړی لري بل که څوک یې نه لري په اسانۍ يې په قرضو اخیستلای شي.
دویم اړخ یې دا هم دی چې زموږ په ټولنه کې نور خلک مهم دي. زموږ لپاره دا مهمه ده چې خلک زما په اړه څه فکر کوي مګر اروپایانو ته بیا خپله خوښه او خپل ځان مهم دی ځکه د خلکو لپاره تظاهر ته ضرورت نه لري.

قسیم ځیر



لیکنه موږ او اروپایان ځیر
t