له دغو لسو خلکو څخه لېري اوسئ چي ژوند مو بربادوي!

له دغو لسو خلکو څخه لېري اوسئ چي ژوند مو بربادوي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

په ژوند کي د ډېرو نورو لاملونو تر څنګ، ځيني افراد هم يوازي زموږ د سټريس او فشار سبب کېږي، چي بايد له خپل ژونده ئې لېري کړو. پر لومړيتوبونو تمرکز او د دغو خلکو له شر او زياته خلاصېدل زموږ د پرمختګ له پاره ګټور ثابتېدای سي. خو په پیل کي بويه چي دغه کسان وپېژندل سي:

۱:- ځان خوښوونکي:
اکثره وختونه تکر يو اخلاقي غوراوی بلل کېږي، خو داسي نه ده؛ ستاسي متبکرېدل ستاسي پر ځانغوښتني دلالت کوي او داسي انګېرئ چي تر نورو غوره ياست. له دغسي کسانو سره ناسته پاسته او راسه درسه چي تاسو ته درنښت نه کوي او همېشه مو د تهديد او تحقير هڅه کوي، کولای سي ستاسي د پرمختګ په مخ کي خنډ جوړ سي.

۲:- متظاهر او ځان ښوونکي:
دا ډول کسان مو يوازي د ښې ورځي ملګري دي؛ دوئ د موکې پر ځای لاس ايله کوي. بناً پر دوئ تکيه او حساب کول په کار نه دي. هر څونه ژر چي کېدای سي بايد په دغو خلکو کي دا ځانګړنه تشخيص کړه سي او له دوئ سره اړيکو ته حدود وټاکل سي.

۳:- کستمن:
دا هغه کسان دي، چي تاسو څونه په ستونزو او مشکلاتو کي ياست، دوئ هغونه خوشحاله وي. دا ځکه چي ستاسو برياليتوب زغملای نه سي او تر تاسو ورته خپل ځانونه ډېر د برياليتوب وړ ايسي. دا کسان بايد په هره بیه له ځانو څخه لېري کړئ.

۴:- ناکامان:
دا کسان خپله هم پرمختګ نه کوي او تاسو هم پرمختګ ته نه پرېږدي؛ د دوئ دا غوښتنه وي، چي د دوئ په رقم پر ځای ولاړ اوسئ او مخته نه ولاړ سئ. د دوئ پېژندنه يوڅه سخته ده، دوئ ستاسو د ژوند نه جلاکېدونکې برخه ګرځېدلي او اوسېدلي دي، نو صرفنظرول به ئې لږ ستاسو له پاره ستونزمن وي. خو غوره ده، چي دوئ پوه کړل سي او ورته وويل سي چي: موږ ته برياليتوب ډېر مهم دئ. که د دغو ټولو هڅو سره سره، بيا هم دوئ ستاسو لاري ته نه را واوښتل، پس بويه چي تاسو خپله لاره ورځني جلا کړئ.

۵:- قضاوتګر:
د قضاوتګرو تر سترګو هيڅ وخت، هيڅ شی هم ښه نه ښکاري. دوئ باور لري چي خلک بايد د تشويق پر ځای ښه ډېر ورټل سي او نيوکي پر وسي. دوئ هيڅکله ښه ملګري نه دي، ځکه چي ښه اورېدونکي نه دي. له دغو کسانو څخه خپله لاره جلا کول په کار دي.

۶:- کنټرولوونکي:
دغو کسانو ته خوند ورکوي چي همېشه پر نورو باندي خپل کنټرول ولري. دوئ مو له هري ممکنه لاري مجبوروي چي د دوئ د رایي او نظریې سره موافق عمل وکړئ. له دغو کسانو څخه ځکه لېري کېدل په کار دي، چي نه قناعت کوي او نه اصلاح کېږي.

۷:- درواغجن:
دا سمه ده، چي ځیني درواغ به بې زيانه وي، خو همېشه درواغ ويوونکي کولای سي چي تاسي له زوال سره مخامخ کړي. بناً د خپل پرمختګ له پاره باید پر خپلي شاوخوا باندي باوري ولرئ؛ داسي کسان چي ستاسي ملاتړي اوسي او تاسي ته صادقانه نظريات او پېشنهادات درکړي.

۸:- رسوا کوونکي:
دا ډله خلک رښتيني کسان نه دي؛ دوئ حقايق او اطلاعات تحريفوي. دوئ غواړي چي نور ئې ومني. نو پر دې آساس، کوښښ کوي چي په تهمت او بهتان ويلو سره د نورو توجو را جلب کړي. دوئ د سرطاني تومور په شان دي؛ له ملګريتوبه ئې شړل په کار دي.

۹:- مزاحم:
دا کسان ځکه ستاسو ژوند ته درځي، چي ستاسو څخه خپل ځانونه تغذيه کړي. د دوئ سره که په ځینو حالاتو کي ملګريتوب کومه جزي ګټه لري، خو چي د پرازيټ په شان نه وي. دا چي د دغو کسانو نيت يوازي د ځان ګټه وي، نو بايد په هره بيه صرفنظر کړل سي.

۱۰:- ناهيلي او قرباني:
دا کسان هيڅکله هم خپل مسؤليت نه مني؛ دوئ همېشه پر نورو باندي نيوکي کوي او اصلاً خپلي تېروتني نه مني. د دوئ غبرګون ستاسي برياليتوب زيانمنولای سي. نو غوره ده، چي له خپل ژونده ئې لېري کړئ.



توجه لس ډوله خلک معلوماتي
t