دره نور کې ۱۵۰ کورنيو سره د اشپز خانې وسایلو مرسته وشوه

دره نور کې ۱۵۰ کورنيو سره د اشپز خانې وسایلو مرسته وشوه

ننګرهار ولایت دره نور ولسولاۍ کې د TDH موسسې له لوري ۱۵۰ کورنیو سره د اشپز خانې سامان مرسته وشوه.

د دره نور ولسوال ډاکتر هجرت الله ګرديوال وويل، چې هرې کورنۍ ته د اشپز خانې سامان بشپړه بسته ورکړل شوه، چې مرسته اخيستونکي ترې خوښ دي.

نوموړي پر مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې دې ولسوالۍ کې اړمنې کورنۍ ډيرې دي او بايد خپله پاملرنه ورته زياته کړي.



دره نور مرسته وسایل
t