کندهار کې یوه زوی خپل پلار وواژه

کندهار کې یوه زوی خپل پلار وواژه

یوه امنیتي سرچینه وايي، نن ماښام کندهار ښار کې یوه کس خپل پلار وژلی دی.

د سرچینې په خبره، د کندهار د پنځمي حوزې اړوند د شورمانو په سیمه کي یوه زوی خپل پلار وژلی.

سرچینه وايي، قاتل د پولیسو له لورې نیول شوی او په اعترافاتو کي یې ویلي، چي پلار یې نشه یي وو او د ده مور یې ور وهل .

سرچینه وايي، قاتل د تېښتې هڅه کوله، چې د پولیسو له لورې نيول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې د هدفي وژنو تر څنګ جنايي پېښې هم ډېرې شوي دي.




t