افغانستان کرېکټ لوبډلې ويسټ انډيز ته ماته ورکړه

افغانستان کرېکټ لوبډلې ويسټ انډيز ته ماته ورکړه

افغانستان ایلیون لوبډلې په یوه ورځنۍ تمریناتي لوبه کې د ویسټ انډيز ایلیون لوبډلې ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې ویسټ انډیز ایلیون د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۳۸.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۷منډو هدف وټاکه.

ورپسې افغان لوبډلې خپله لوبه پیل کړه چې په ۳۴.۵ اورونو کې یې د شپږو ویکټو په لاسه ورکولو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ چې له ډلې یې رحمت شاه ۴۷، نجیب الله ځدراڼ ۴۰، اصغر افغان ۳۳ ناسوځېدلې او ګلبدین نایب اته ناسوځېدلې منډې وکړې او بریا یې د خپلې لوبډلې په نوم ثبت کړه.




t