مولانا رومي

مولانا رومي

شفيع الله تاند

مولانا جلال الدین رومي بلخي په ۱۲۰۷ عیسوي کې د بلخ په ښار کې وزیږید، اصل نوم یې جلال الدین و، خو په مولانا رومي مشهور شو، پلار یې بهاوالدین د پراخ علم خاوند و ـ خپل وطن یې بلخ و، او همدلته مولانا رومي په ۱۲۰۷ عیسوي ۶۰۴ ھ ق کې وزیږید ـ ابتدایي زده کړې یې شیخ بهاوالدین وکړې او بیا یې خپل مرید سید برهان الدین چې د خپل وخت وتلیو عالمانو له جملې و د مولانا ښوونکی او مامور وټاکه ـ اکثره علوم مولانا له ده زده کړل د خپل پلار تر مړینې ورسره و ـ د پلار له مرګ وروسته په ۶۳۹ ه ق کې شام ته ولاړ ـ په پیل کې د حلب په مدرسه حلاویه کې پاتې شو له مولانا کمال الدین یې د تلمذ شرف ترلاسه کړ ـ

مولانا رومي پخپل وخت کې له مشرانو علماوو څخه و،د فقې او مذهبونو ستر عالم و، خو شهرت یې د یوه صوفي شاعر په توګه وشو ـ په نورو علومو کې یې هم لوی لاس درلود ـ

لا د زده کړې پر مهال به ورته د سختو مسایلو د حل په موخه د وخت علماء ورتلل ـ شاه شمس تبریز د مولانا پیر و مرشد و…….

د مولانا شهرت په اوریدو سلجوقي سلطان خپل ځان ته وباله ـ مولانا یې وړاندیز ومانه،او قونیې ته ولاړ، هلته تر ۳۰ کلونو پورې په درس او تدریس بوخت و ـ مولانا جلال الدین تر ۳۵۰۰ پورې غزلې او ۲۰۰۰ رباعیات او رزمیه نظمونه ولیکل.

د مولانا لړۍ تر ننه پورې دوام لري ـ

ابن بتوته پخپل یونلیک کې لیکلي دي چې د روحاني لړۍ خلکو به جلالیه باله، دا چې د مولانا لقب جلال الدین و، د انتساب له امله یې شاید دا نوم مشهور شوی وي ـ خو نن سبا په کوچنۍ آسیا،شام، مصر او قستنتنیه کې دې لړۍ ته مولویه هم وایي.

له دوهم نړیوال جنګ وړاندې په بلقان،افریقا او آسیا کې د مولوي طریقت پیروانو شمېر تر سلوزرو زیات و ـ دې خلکو به لوړې خولې پرسرولې ـ د دې لړۍ علماء او مشایخ په دې خولیو عمامه تړي، د خرقې یا کورتۍ پرځای یوه چنټ داره پاجامه وي ـ د ذکر و شغل دا طریقه ده چې د حلقې په تړلو سره کیني ـ یو شخص ودریږي یو لاس په سینه او یو لاس غځیدلی د الله له ذکر سره تاویدل پیلوي ـ

په دې حرکت کې وړاندې وروسته کیدنه یا ایسته کیدنه نه وي بلکې په یوه ځای پاتې کیدو سره تړلي چکرونه لګوي ـ د سماع پر مهال دف هم غږوي.

د مولانا روم شخصیت د هدایت له نوره ډک و او په اسلامي کتابونو کې د معتبرو شخصیتونو په کتار کې راځي ـ زړه یې د الهي او نبي په مینه کې ډوب و ـ له انسانیت سره د ژورې مینې لرنې په عظیمو شخصیتونو کې یې وتلی نوم او لوړ ځای درلود او نن هم په مړو زړونو کې د روحاني ژوند شمه بلوي ـ مولانا روم پاتې ژوند هملته تېر کړ ـ نږدې د ۶۶ کلو په عمر په ۱۲۷۳ عیسوي او ۶۷۲ ه ق کې ومړ، مزار یې په قونیه کې دی ـ

ـ تر ټولو نامتو اثر یې ” مثنوي مولانا روم” دی ـ سربیره پر دې یې بل نامتو کتاب ” فیه ما فیه” هم دی ـ

مثنوي مولانا روم نن هم زموږ د مدرسو په طالبانو کې په ذوق او شوق سره لوستل کیږي ـ

مشهوره دا ده چې مولانا د مثنوي شپږم ټوک نیمګړی پریښی و او ویلي یې وو چې :

باقی این ګفته آی بی زبان

درد دل هر کس که دارد نو جان

ـ د کوم شخص په زړه کې چې نور وي د دې مثنوي پاتې برخه به یې پخپله په زړه کې واچول شي” .

د هغه خبرې له قرآن و حدیث سره سمې دي چې له امله یې زیاتو علماوو د مثنوي مولانا روم شرح هم لیکلې ده چې په زیاتو ټوکونو کې شته ـ

اقبال لاهوری هم ترې ډیر اغیزمن و خپل روحاني مرشد یې ګاڼه چې دا اغیز د هغه په اردو او فارسي شاعرۍ کې تر سترګو کیږي ـ

نور بیا …




t