دهلمند سپین زر (پخته/پنبه/مالوچ)

دهلمند سپین زر (پخته/پنبه/مالوچ)

د هلمند ولایت د کرنې ریاست د احصایو له مخې سږکال په دې ولایت کې بزګرو شاوخوا ۱۵۹۱۰ هکتاره ځمکه کې پخته کرلې وه چې په منځنۍ کچه یې پر في هکتار د ۴.۱ متریک ټنه حاصلاتو په ورکولو سره ټول ۶۵۲۳۱ ټنه حاصلات ورڅخه په لاس راوړي دي.

دا مهال د هلمند ولایت د پختې د محصولاتو زیاته برخه د پلورلو لپاره ګاونډي ولایت کندهار ته انتقالیږي او د نورو ولایاتو په پرتله د هلمند پخته ښه نوم لري.

د هلمند پخته چې پخوا به یې د سپینو زرو نوم درلود ، د بست تصدۍ په فابریکه کې به پروسس کیدله او بزګر به هم خوښ وه چې پخپل ولایت کې یې محصولات ګرم بازار لري ، دبُست تصدۍ فابریکه د ۳۰۰۰۰ ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، خو د اړتیا وړ بودیجې د نشتون له امله يې له تیرو ۶ کلونو راهیسې کارونه په ټپه ولاړ دي .

د هلمند بست فابریکه کې د پختې د پروسس شوې پُنبې څخه مالوچ، غوړي، صابون، او کونجاړه توليدیدل چې بېلابېلو ولايتونو ته يې د پلور لپاره لېږل.

که څه هم وروستیو کې د یادې فابریکې لپاره د ۳۰۰میلونه افغانیو د بودیجې ژمنه سوې وه خو تر دې مهاله یې منظوري نه ده ورکول شوې ، بزګر اړ دي چې خپل محصولات نورو ولایاتو ته ولیږدوي.

سيد رفيع الله قلم




t