په کندهارکي د فزيوتراپي په برخه کي ۲۵ تنې نجوني روزل کيږي

په کندهارکي د فزيوتراپي په برخه کي ۲۵ تنې نجوني روزل کيږي

د فزيوتراپي ديپلومه پروګرام دغه دوهمه دوره ددوشنبې په ورځ د کندهار دروغتيايي علومو په انستيتوت کي پرانيستل سول، چي پکښي د عامي روغتيا د رئيس ترڅنګ ګڼ شمېر ډاکټرانو او محصلينو ګډون کړی وو.

دعامي روغتيا رئيس وايي، چي د فزيوتراپي په برخه کي روغتيايي مرکزونو ته لویه اړتيا لري.

د فزيوتراپي په دغه درې کلنه دوره کي به ۲۵ تنې نجوني وروزل سي.

له دوئ څخه ۱۶ تنې يې د کندهار او پاته نوري يې د زابل او هلمند ولايتونو څخه دي.

دعامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په دې اړه جوړو سويو مراسمو کي وویل، چي معلوليت په هيواد کي لویه روغتيايي ستونزه ده، چي دده په وينا د علاج لپاره يې دفزيوتراپيسټ ډاکټرانو کموالی روغتيايي خدمات ټکني کړي دي.




t