د اقتصادي سیاستونو مفهوم او پېژندنه / پنځمه برخه

د اقتصادي سیاستونو مفهوم او پېژندنه / پنځمه برخه

 لیکنه: ګلاب بهار

دویم- سازماني سیاستونه سازماني سیاستونه هغو سیاستونو ته ویل کېږي چې د داسې اغېزو مدیریت وکړي، چې د انساني هڅو یا د پروسو پر مخ بیولو حمایت وکړي. کله چې د یو سازمان وګړي د داسې نتایجو د لاسته راوړلو په لټه کې وي، چې د سازمان له خوا نه وي تر سره شوي او یا د داسې نتایجو په لټه کې وي، چې د سازمان له خوا منل شوي وي، نو د لاسته راوړلو له لارې يې سازماني مشروعیت نه لري.

 سازماني سیاست د یو سازمان د غړو هرو هغو کړو وړو ته ویل کېږي، چې په خپله د ده لخوا د خپل ځانګړي موقف د لوړولو په خاطر چې د سازمان د نورو وګړو ګټو ته يې پام وي، تر سره کړي.

دلته باید ووایو چې سیاست په تیاره یا ناڅرګندو موخو ټینګار کوي، کوم چې د رازونو د یوې مجموعې په توګه لیدل کېږي او د افرادو د ځانګړو او محدودو ګټو د لاسته راوړلو په غرض کار ور څخه اخیستل کېږي.

 درېیم- زیربنایي سیاستونه په زیربنايي سیاستونو کې لاندې برخې شاملې دي: الف- د مطالعاتي ظرفیت سیاست: د زیربنايي پروژو د مطالعې ظرفیت ته د سترو پروژو اداره وايي، چې د داسې ادارو مهمې دندې او ونډې دا دي، چې منظمې پروژې ترتیب او تیارې کړي او کله چې پيسې لاسته راشي، په فوري ډول دې تقسیم وشي، چې د لومړیتوبونو په رڼا کې کوم نظریات لومړی په عملي بڼه تر سره کیږي.

ب- ساختماني کوډونه او مقررات: زیربنا هغه مهال خاصه ګټه لري، چې په دوامداره توګه پاتې شي او د دې لپاره لازمه ده، چې په یو هېواد کې منظم ساختماني کوډونه او مقررات موجود وي او عملي بڼه ولري.

 ج- د مناقعو یا قرارداد اصول: د زیربنايي پروژو یوه مهمه برخه د مناقعو یا د قرارداد اصول دي، هغه دا چې زیاتره پروژې اوس د خصوصي سکټور له خوا اجرا کېږي، نو په همدې بنا دولت ته پکار دي چې د مناقعو داسې اصول وټاکي، چې د شرکتونو ترمنځ د رغنده سیالۍ لامل شي، په ښه کیفیت کار او په ټيټه بیه تر سره کړي، چې په عملي توګه په ډېرو هېوادونو کې د مناقعې اصول د کثافت او فساد سرچشمه وي او د شخصي ګټو لپاره یې تر پښو لاندې کوي.

 څلورم- د نظامونو سیاستونه دلته باید ووایو چې اقتصادي نظام په خپله ځان د اقتصادي رونق لپاره ځانګړي سیاستونه لري او جوړوي يې چې مربوطه نظامونه د مربوطه هېواد لپاره د اقتصادي سیاستونو په پلي کولو سره هڅه کوي، چې د هېواد اقتصاد ښه شي.

 پنځم- ورځني او جاري سیاستونه د حکومت ورځني او جاري سیاستونه هغه اقتصادي سیاستونه دي، چې د ورځنیو چارو په نظر کې نیولو سره پلانیزه کېږي او تطبیق کېږي. لکه د بازار نوسانات، اقتصادي نوسانات، تورم او داسې نور. . .

شپږم- مالي سیاستونه د اقتصادي موخو په پام کې نیولو سره د دولتونو له لوري د خپلو لګښتونو د بدلون سیاست او پاليسۍ ته مالي سیاست ویل کېږي.

پر همدغه بنسټ ویلای شو چې مالي سیاست د یو دولت له لګښتونو او عوایدو سره سروکار لري، چې د نوموړي سیاست د ډېرو سیاستونو له مخې دولت خپل عواید زیاتوي او یا هم د ځينو ځانګړو موخو او اهدافو لپاره نوموړي لګښتونه کموي. لکه څرنګه چې ښکاره خبره ده چې د دولت د عوایدو د زیاتېدو تر ټولو لویه منبع مالیات دي، چې همدغه د مالیاتو زیاتوالی په مالي سیاست کې د دولت د عوایدو د زیاتوالي په موخه کارول کېږي او د دولت او اقتصادي جریان ترمنځ دمعاملاتو د حجم د کنټرول په موخه هم مالي سیاستونه پر کار اچول کېږي.

 یا په بل عبارت سره ویلای شو چې د مطلوبو اقتصادي او اجتماعي اهدافو لاسته راوړلو په خاطر، د دولت په عوایدو او لګښتونو کې د تغیر یا بدلون راوړلو پروسې ته مالي سیاست ویل کېږي.

یا هم ویلای شو چې مالي سیاست د عامه تمویل د بدلون (کموالي یا زیاتوالي) له پروسې څخه عبارت دی، څو په سوداګرۍ یا کاروبار کې د نوساناتو کچه راکمه کړي او له انفلاسیون څخه پرته کامل استخدام رامنځته شي.

 مالي سیاستونه چې د عمومي سیاستونو یوه برخه ده، د یو هېواد د مقننې یا اجرایې قوې له خوا رییس جمهور ته وړاندې کېږي او کله چې د رییس جمهور له خوا تصویب شي، نو بیا نوموړی سیاست د یوې رسمي جریدې له خوا په رسمي ډول چاپ او خپریږي. نو وروسته له رسمي خپریدنې بیا دغه مالي سیاست ګام پر ګام عملي کېږي. مالي سیاست په ځانګړې توګه د حکومت مجموعي لګښت او ټوله مالیه په نظر کې نیسي، څو ملي اقتصاد ته غښتلې وده وړکړي او د عایداتو بودیجه زیاته شي.

 یا په بل عبارت، ملي لګښت کم کړي او د هېواد مالیه زیاته کړي. په یو هېواد کې د بودجې کسر یا کموالی هغه وخت رامنځته کېږي چې د حکومت ټول لګښت له خپلو کلنیو عایداتو څخه زیات وي او بودجوي ډېرښت هغه وخت منځته راځي چې د یو هېواد د یو کال لګښت د یوه کال له عایداتو څخه کم وي. پس د یو هېواد مرکزي حکومت باید همېشه هڅه وکړي چې خپل کلنی لګښت کم کړي او د خپلو عایداتو اندازه لوړه وساتي، څو د پیسو ارزښت يې ثابت پاتې شي.

 د پیسو ارزښت څنګه معلومیږي؟ دا یو ډېر مغلق او پېچیده پوښتنه ده، چې د پیسو ارزښت په څه ډول معلوميږي، ځکه چې نوموړې موضوع د ملي اقتصاد تخنيکي او علمي عنوان یا بحث دی، چې په لاندې ډول ورباندې رڼا اچول کیږي:

 ټول خلک په نړۍ کې د پیسو په واسطه هره ورځ تجارتي، مالي، اداري او دا شان نورې معاملې کوي.

د بېلګې په ډول، یو هېواد له بل هېواد سره د پیسو په ذریعه واردات او صادرات کوي. پس مونږ څنګه کولای شو د خپلو پیسو ارزښت ثابت وساتو؟ مونږ باید څه وکړو چې نرخونه ټاکلي او منظم وساتو؟ هر یو ملک د خپلو پیسو لپاره ځانګړی نوم لري لکه افغانۍ، ایرو، ریال او ډالر، خو د پیسو نوم ارزښت نه لري، بلکې د پیسو ارزښت بیل شی دی.

تقریباً هر یو شی په پیسو سره اندازه کېږي. د بېلګې په توګه، د یو تجار یا سرمایه دار شتمني او جایداد ټول د پیسو په واحد اندازه کېږي یا معلوميږي. خو د پیسو ارزښت څنګه اندازه کړو؟ د پیسو ارزښت د اقتصاد په څانګه او څېړنه کې خورا مهم رول لوبوي. د پیسو ارزښت مانا د توکو د رانیولو قوت دی چې د توکو په رانیولو کې څومره ظرفیت او طاقت لري.

د بېلګې په ډول، که مونږ پر یو مقدار پیسو باندې زیات توکي رانیولای شو، نو ویلای شو چې د پیسو ارزښت مو لوړ دی او که په یوه اندازه پیسو لږ توکي رانیولی شو، نو ویلای شو د پیسو ارزښت مو ټیټ یا کمزوری دی.

دلته ویلای شو چې د پیسو ارزښت یا قوت مستقیماً د توکو په رانیولو پورې تړاو لري. يا په بل ډول، کله چې عمومي نرخونه لوړيږي، نو د پیسو ارزښت ټیټیږي یا کمېږي او کله چې د توکو عمومي نرخونه کمېږي، نو د پیسو ارزښت زیاتیږي. نو د ریاضي له مخې ویلای شو چې د پیسو ارزښت او د عمومي نرخونو لیدل، معکوساً له یو بل سره متناسب دي.




t