څلور پاکستاني پوځيان ووژل شول

څلور پاکستاني پوځيان ووژل شول

د رسنيو د راپورونو په حواله، شمالي وزيرستان کې په دوه جلا بمي چاودنو کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي دي، يوه پېښه رزمک سيمه کې د ماين چاودنې پر مهال رامنځته شوې.

ويل شوي دي چې سرتېري په ګزمې بوخت وو چې ماين پرې وچاودېد.

دوه نور سرتیرې په میرعلي ښارګوټي کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

حزب الاحرار چې د پاکستان د طالبانو تحریک څخه یوه بېله شوې ډله ده، د دې چاودنو مسولیت اخستی دی.




t