د ايران مذهبي مشر ته نزدې پر نهه کسانو د امريکا تازه بنديزونه

د ايران مذهبي مشر ته نزدې پر نهه کسانو د امريکا تازه بنديزونه

د امريکا د خزانې وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي دي، د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي ته نزدې نهه کسانو باندې تازه بنديزونه لګول شوي دي.

د رسني د راپورونو په حواله، په يادو کسانو کې د ایران د پوځ لوی درستیز او د هغه یو زوی او دغه راز د ایران د قضائیه قوې مشر هم شامل دي.

دغه بندیزونه په تهران کې د امریکا پر سفارت د یرغل او اشغال د څلوېښتمې کلیزي په مناسبت لګول شوي دي.




t