روسيه کې رخصتي؛ د ملي يووالي ورځ نمانځي

روسيه کې رخصتي؛ د ملي يووالي ورځ نمانځي

روسيه کې د ملي يووالي ورځ نمانځل کېږي، له دې ورځې هدف د بېلابېلو ټبرونو، توکمونو او مذهبي ډلو ترمنځ زغم او د يو بل منل دي.

د يادې ورځې د نمانځنې پر مهال رخصتي وي، ښوونځي او کاروبار رخصت وي.

تر دې مخکې په دې ورځ د روسي ملت‌پالو او سلطنت غوښتونکو ډلو مظاهرې کولې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا رخصتي په ۲۰۰۵ م کال کې رامنځته کړه څو په ۱۶۱۲ میلادي کال کې پر پولنډي ځواکونو د روسي بریا ولمانځي.




t