پریټې: ”د Mission Kashmir فلم څخه ډېري خاطرې لرم‟

پریټې: ”د Mission Kashmir فلم څخه ډېري خاطرې لرم‟

د هندي سېنما نوموتې فلمي ستورې پريټې زينټا هندي رسنیو سره د خپل یو پخواني فلم د تجربي شریکولو پر مهال ویلي دي، چي نوموړې ((Mission Kashmir فلم کي غیر یقیني تجربه پيدا کړه. یادي ستورې ډېر فلمونه به موليدلي وي، هغې په هر فلم کي داسې تمثیل کړی دی، چي د ډېرو زړونه يې هم وړي دي.

پریټې زینټا د خپل یو‎ پخواني فلم ((Mission Kashmir په اړه ویلي دي، چي نوموړې له یاد فلم څخه ډېري جالبي خاطرې لري او په وینا یي له یا فلم څخه ډېر څه زده کړي دي او د هغې له فلمونو یو غوره فلم هم همدا دي، چي ښه کردار يي په کي لوبولي دي. نوموړې زیاته کړې ده، چي یاد فلم کې یې کار کول ورته یوازې تر تمثیل پورې محدود نه وو، بلکې په دې فلم کي یې غیر یقیني تجربه پيدا کړه.

که څه هم د پريټې یاد فلم نږدې دوې لسیزې مخکې نندارې ته وړاندې سوی و، خو پریټې سره يې اوس هم جالبي خاطرې په دماغ کي پاته دي. یادي ستورې پر ټویټر د دې فلم له لارښوود، ویدو وېنوډ چوپړا مننه کړې، چي د دې فلم مرکزي رول یې ورته ورکړی و.

په ((Mission Kashmir فلم کي د پریټې زينټا علاوه د دې سېنما نورو وتلو ستورو لکه هرتهیک روشن، سنجي دت، جاکي شرف او سونېل کولکرني هم مرکزي رول لوبولی دی.

پریټې زینټا وايي له همدې فلم څخه ډېري خاطرې لرم.

د ((Mission Kashmir فلم د ترهګري په اړه جوړ سوي و، چي څه ډول ماشومان د جګړې له ناخوالو کړېږي او د دې تر څنګ په دې فلم کې یو پولیس افسر یوه کورنۍ په ناپامي سره وژني، خو د التاف په نوم یو ماشوم څو کاله وروسته له هغه پولیسه د خپلي کورنۍ د وژل سویو غړیو د غچ اخيستو په لته کې وي. یاد فلم په باکس افېس کې ټولټال ۷۸۲ ميلیونه هندي کلدارې ګټلې وې.



بالیووډ فلمي نړۍ
t