«خو ښي یا خوشحالي څنګه را پیدا کیږي،اوڅه ته وائي؟»

«خو ښي یا خوشحالي څنګه را پیدا کیږي،اوڅه ته وائي؟»

لیکوال: ننګیالی بڅرکی
خوشحالي یوه سیکولوژیکه پد یده ده چي د ژوند سره تړاو لري،دخوشحالۍ په مقابل لوری کي خوابدي اوخپګان دی.غم ژوند ناارامه کوي.او خوشحالۍ درڅخه اخلي. غم د نفرت،ستونزوسره تړاولري،نوځکه وایو: غم دي لیری وي،اوخوشحالی دي تل ترتله زموږ دژوند مل او ملګرې وي.
خوشحالي څنګه را پیدا کيږي: خو شحالي ټول وخت دمیني او محبت سره تړاولري،که انسانان یودبله سره مینه اومحبت ولري نو خوشحالۍ به يې په برخه وي. دښکلا څخه به خوند اخیستلای سي،او دآزاد ژوند څښتن به وي. اوکه مینه یا محبت ونه لري. نو!خوشحالي به هم ونه لري اودمیني ځای به نفرت خپل کړي،نوځکه خوشحالۍ تیښته کوي،دانسانانو په منځ کي به جنګ،بې باوري؛ بې اتفاقي نفرت خپل ځان راڅرګند کړي. مینه به وتښتي، نو به دخوشحالی ځای هم خوابدۍ ونیسي. نفرت دجنګ او وینو تویولو انګیزه ده. نو کله چي جنګ وي هلته به خوښي یا خوشحالي کډه بارکړي، چي نن ورځ زموږ د افغانانو څخه خوښۍ کډه بارکړې ده اوغم مو دخوښۍ ځای نیولی دی. داځکه چي موږ مینه نه لرو، داځکه چي موږ یواو بل ته دنفرت په سترګه ګورو. دا زموږ رواني ستونزه ده. موږ داستونزه خپله را پیداکړې ده،که غواړو چی خوشحاله ژوند ولرو نو باید مینه ډیره کړو، چي د میني میدان ته خوشحالي اوخوښي راسي. دخوشحالۍ نخسه برسېره پردې چي مینه محبت،خوشبیني، ګذشت،حوصله،مثبت فکرکول دي. خو! د انساني خوښۍ اوخوشحالۍ لپاره قناعت،تلقین اوپر ځان باندی باورهم هغه پدیدې دي چی د خوښۍ سبب ګرځي. خوښي یا خوشحالي مادي بنسټ نه لري. ډیر وخت ډیر شتمن خلک اویا دشتمنو خلکو اولادونه ځانونه خوشبخته نه ګڼي، دځان وژني تر کچي ځان بد بخته ګڼي داځکه چی، ددغه شتمن سره د قصد د ځان دلوړو سره د نابرابرۍ دنفرت خیالونه لري. یا يې غوښتني دخپل عیني ژوند څخه ډیري لوړي وي. ډیر غریب کاره خلک بیا ځانونه خوښ یا خوشحاله ګڼي ځکه د غوښتنو کچه يې د خپلو عیني شرایطو سره برابره وي. نوځکه وایو چی خوشحالي په مادي شتمنیو په لاس نه راځي. خو که چیري یوانسان خپل ځان په حال کی وویني اود همدغه شیبې څخه خوند واخلي نو دی خوشبخته دی. اوکه په تیرو ارمانونو پسي ځان غرق کړي په داسی حال کی چي عینی واقیعت دادی، چي تیر بیرته نه را ګرځي،نو دی هم باید چرتونه پریږدي. او یا هم راتلونکې ته يې وارخطاوي، چی آینده به څنګه کیږي، څنګه چی آینده خطا ایستونکې ده اویوه نامعلومه پدیده ده نويې په باره کي چرت وهل او ځان ته تشویش برابرول هم دخوښیو مخه نیسي،نو باید دهمهغه لحظې څخه خوند واخلو کوم چي موږ په هغه لحظه کې د خوښیو په محفل اویا هغه حالت کي یو.
موږته خوشبختي کله،کله راپیداکیږي. هر وخت نه وي. نو ځکه باید دهمهغه لحظو څخه ګټه ترلاسه سي. خوکه په همدغه لحظه کي موږ ته یو دغم خواشینونکی خبر راغلی،نوموږباید سمدلاسه پرموضوع فکروکړو. که مو چاره په وسه کېده تر هغه اندازي دهمدغه خواشینونکي پېښي په مقابل کی مبارزه وکړو.داځکه چی زموږ څخه يې خوشحالي اخیستې ده. او که يې چاره زموږ په توان کي نه وه،نو بیا موږ دغه خپله خوښي تر پېښي باید جاراوقربان نه کړو او پېښه وقدرت ته وسپارو. داځکه انسان توانمندي ددې درلودلای سي، چي غم وزغمي اوخو شحالي دځان کړي، دلته موږ دې نتیجې ته رسیږو چي خو شحالي مادي بنسټ نه لري په پيسو نه را نیول کیږي،دحالاتو سره سم قناعت دخوشحالۍ بنسټیزه لاره ده.
نتیجه:
لومړی: نفرت لیري کړی.
دوهم: په خپل معنوي او مادي ارزښت او ژوند قناعت دځان کړی.
دریم: خوښي یا خوشبختي هغه سیکولوژیکه پدیده ده چي انسانان يې رانیولای نه سي،بلکي په خپله په انسان پوري اړه لري.
څلورم: خوښۍ یا خوشبختۍ ته رسېدل یودایمي لذت دی.
پاي تل دي وي زموږ افغانانو دپاره خوشحالي او خوښي. نفرت دي ورک سي. د یو خوشحاله خوشبخته افغانستان په لور.



آدب او کلتور خوشحالي
t