د کریسټیانو رونالډو ارایشګر قتل سوی دی!

د کریسټیانو رونالډو ارایشګر قتل سوی دی!

د رونالډو ارایشګر ریکارډو مارکس فریرا چي د رونالډو د وریښتانو د اصلاح په خاطر ډېر مشهوره سوی وو، په ډېره بیرونکې توګه قتل سوی دی.

د پرټګال څخه د Correio da Manhã په نوم رسنۍ خبر ورکړی دی، چي د فریرا جسد د جمعې په ورځ د زوریخ په هوټل کي پیدا سوی دی. د هغه جسد د هوټل یوه کارکوونکي د اطاق د پاکولو پر وخت پیدا کړی وو، چي ډېر ژر یي پولیس خبر کړي وه.

د هغه جسد په داسي حال کي پیدا سو، چي د وینو څخه پر یوه لړلی چپرکټ پروت وو او د چاقو پواسطه په ډېره وحشیانه توګه په قتل رسیدلی وو. د هوټل کارکوونکي ویلي دي، چي د ده جسد یي د وینو څخه په هغه ډک اطاق کي پیدا کړئ، چي د شرابو بوی ځیني تلئ.

د پېښي په تړاو تر اوسه پولیسو د هغې سیمي یو ۳۹ کلن اوسیدونکی نیولی دی. رونالډو تر اوسه عکس العمل نه دی ښودلئ.

فریرا د تېرو دوو کلونو راهیسي په سویټزرلنډ کي اوسیدئ.
محمودخان ”منندوی“



سيمه او نړۍ نړۍ، ورزش، فوټبال
t