د زابل پرېمئر لیګ ( ZPL) سیالۍ د زابلستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د زابل پرېمئر لیګ ( ZPL)  سیالۍ د زابلستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

زابل کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د زابلستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د زابل پرېمئر لیګ یا (ZPL) سیالۍ چې د لومړي ځل لپاره کابو میاشت وړاندي د فعال ځوان عبدالحلیم ارماني په نوښت او زیار د کرکټ امریت تر چتر لاندي د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل سوې پکښې ۸۰ غوره لوبغاړي ولوبېدل.
دغه سیالیو کې شپږ لوبډلې( زابلستان د ځوان تجار زلمي صمیم په مالي ملاتړ، ترنک قهرمانان د حاجي عطاجان حقبیان په مالي ملاتړ، سورغر اتلان د حاجي محمد هاشم مرغه وال په مالي ملاتړ، قلات ښاروالي لوبډله د انجینر صدرالدین” زېور” په مالي ملاتړ شیخ متي زلمیان د حاجي عنایت توخي په مالي ملاتړ او شاجوی بازان د حاجي نقیب الله شیرزي په مالي ملاتړ ولوبېدې.
د لوبو لپاره هري لوبډلي په خپل خوښه د لوبډلمشر له لوري لوبغاړي واخستل چې لوړ قیمت یې تر ۶۵۰۰۰ افغانیو پوري رسېده.
د یادو سیالیو پایلوبه نن دوشنبه د زابلستان او ترنک قهرمانانو ترمنځ ترسره سوه چې زابلستان لوبډلي پکښې بریا ترلاسه کړه او د لومړي ځل زابل پرېمئر لیګ سیالیو اتله ثبت سوه.
د یادي پایلوبي لپاره جوړ سویو مراسیمو کې د زابل د کرکټ امر، د مدني ټولنو استازو او مسؤلینو، خبریالانو ،مالي ملاتړ کوونکو او د کرکټ لوبي مینوالو برخه اخستې وه.
په یادو مراسیمو کې پر بېلابېلو لوبغاړو یو شمېر نقدي او ډول ډول جایزې ووېشل سوې، همدارنګه ځینو لوبغاړو او فعالانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل سول.
د یادولو وړ ده چې زابل پرمئر لیګ ( ZPL) سیالیو لومړی ځل ده چې په زابل کې تر سره کیږي او د هیواد په سطحه زابل دوهم ولایت شمېر کیږي چې ددغسي لوبو کوربه وو.



زابل پرېمئر لیګ کرکټ
t