له درده ډک انځور

له درده ډک انځور

دا انځور یوه ملګري راولیږه :

وایي چې دا تر خاوره لاندې دوه ځوانان د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د یوه کلي اوسیدونکي وه ، يو بل سره له ماشومتوبه ملګرې وه ، ملګرتیا یې ان د ورورۍ تر کچې رسېدلې وه ،

خو کله چې ځوانان سول ديو بل خلاف يي ټوپک واخېست ،

د ژوند تر اخيرو شېبو ديو بل پر وړاندې وجنګيدل ، بالاخېره دواړه د دې بد مرغې جګړې قربانيان سول او دواړه یو دبل په مقابل کې په جګړه کې ووژل شول ،

وایي په مرګ باندې بيرته دخپلو کورنيو لخوا ديوبل تر څنګ خاورو ته وسپارل سول، اوس يو دبل په څنګ کې ارام پراته دی !!

دې ناولې جګړې يو افغان دبل افغان او يو ورور دبل ورور دُښمن ګرځولي دی،

لويه ربه (ج) نوره دا بدبختي ختمه کړي

ُښمن مو خوار ، ذليله ، نيست او نابود کړې.

سيد رفيع الله قلم




t