د دويمې درجه روزونکو ريفرېشر کوچنګ کورس نن پيل شو

د دويمې درجه روزونکو ريفرېشر کوچنګ کورس نن پيل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبو د پرمختيايي څانګې له لوري د دويمې درجه روزونکو يا لېول ټو ريفرېشر کوچنګ کورس نن د نومبر په ۵مه نېټه پيل شو، چې د نومبر تر ۷مې نېټې پورې به دوام وکړي، دغه کورس چې د درې ورځو لپاره ورکول کېږي.

د پرمختيايي څانګې په وينا چې ريفرېشر کوچنګ کورس هغه روزونکو ته ورکول کېږي چې لېول ټو کوچنګ کورس يې له وړاندې په بريالۍ توګه ترسره کړی وي.

په دغه روزنيز کورس کې به روزونکو ته د مختلفو مهارتونو تر څنګ په کرکټ کې د نويو رامنځته شويو پرمختګونو په برخه کې بشپړ معلومات ورکړل شي، تر څو د دوی له دغه مهارتونو څخه په روزنه کې بشپړه ګټه واخيستل شي.

په دې کورس کې به د روزونکو په ځانګړتياو، د مهارتونو په لوړولو، د روزونکو په افهام او تفهيم، بايوميکينيک، پلان جوړونه، د ځانګړو حالاتو مطالعه او نظر ورکول، د روزنې پر وخت ستونزې، د روزونکو فيزيکي پیاوړتيا او د روزنې عملي زده کړې ورکول کېږي.

د لوبو پرمختيايي څانګې مسوولين وايي، د دغه درې ورځيني کورس ترلاسه کولو په مرسته به د افغانستان کرکټ بورډ په راتلونکي کې د لوړو مهارتونو څخه برخمن کرکټ روزونکي ولري.




t